ترکیه له سوریې د ټاکنو تر ترسره کېدو پورې نه وځي – اردوغان

کابل.کام – د تلې ۱۳مه، ۱۳۹۷:

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي تر څو چې په سوریه کې ټاکنې نه وي ترسره شوې ترکي ځواکونه به هلته تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې وي.

ښاغلي اردوغان دا خبرې، د پنجشنبې په ورځ، په استانبول کې د ټي آر ټي ورلډ فورم په پای شېبو کې وکړې.

اردوغان په خپله وینا کې زیاته کړه، ”کله چې د سوریې خلک خپلې ټاکنې وکړي، تر هغه وروسته به موږ سوریه خپلو خلکو ته ورپرېږدو او ترې راوبه وځو.“

ترکي ځواکونه د ۲۰۱۶ز کال په اګست میاشت کې د سوریې سرحدي سیمو ته د داعش وسله والو د له منځه وړلو په موخه ننوتل. ترکي ځواکونو سږ کال د سوریې په شمالي سیمه، عفرین ښار، کې د کردانو د PKK ګوند اړوند ملېشو پر ضد عملیات پیل کړل، چې په پایله کې یې دا ښار ونیو.

سرچینه
الجزیره
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close