ترکیه کې د جاسوسي او فحاشي په تور هارون یحیی او ملګري یې نیول شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۸)

د ترکيې د نوي ریاستي نظام حکومت خپل کار په امنیتي اقداماتو او نیونو پیل کړ، په دې لړ کې یې نن د عدنان اوکتار په نوم کس ډلي ډېر کسان ونیول، نوموړی چې په هارون یحیي سره هم یادیږي په ګڼ مشیر تورونو تورن شوی دی چې هغه کې سیاسي او پوځي جاسوسي او فحاشي او جنسي بېلاري لوی تورونه دي.

د اسطنبول ښار د امنیت څانګې نن سهار څلور بجې د دې خلکو پر خلاف پراخ عملیات پیل کړل چې د اسطنبول په شمول پنځو نورو ولایتونو کې هم ترسره شول ، چې په پایله کې یې هارون یحیی او د ده د ډلي 234 کسان له یادو تورونو سره په نورو مختلفو تورونو ونیول شول.

د ترکیې امنیتي سرچینې وايي نوموړي ډله په مختلفو جرایمو کې ښکیل وه چې د هغو له جملې نه د مختلفو جرمونو په نیت یوه ډله جوړول ، پر ماشومانو جنسي تېري ، نور جنسي تېري ، ماشومان تښتول او سیاسي او پوځي جاسوسي کول دي. دا راز هارون یحیی په دې هم تورن دی چې د خلکو له عواطفو د دین له لاري ناسمه ګټه پورته کوي. او له دې سره نوموړی په نورو ګڼ شمیر جعلي او تزویري کارونو هم تورن دی. د دوغان په نوم ترکي خبري سرچینه وايي هارون یحیی په داسې حال کې ونیول شو چې بهر د تېښتي لپاره یې تیاري کوله.

هارون یحیی څوک دی؟

هارون یحیی ځان ” مسلمان عصري مفکر” شيي د اسلام په مختلفو برخو کې یې ګڼ شمیر کتبونه هم لیکلي دي په ځانګړې توګه د قران او نویو نظریاتو په اړه یې څو کتابونه لیکلي دي چې د نړۍ مختلفو ژبو ته هم ژباړل شوي دي. دی ځان داسې ښيي چې د الحاد او مادي افکارو مخالف دی او کتابونه یې هم په دې اړه لیکلي دي. نوموړی د فکر په دریاب کې دومره مخته تللی چې وايي د فکري موضوعاتو لامله واده ته هم وخت نه لرم.

دا په داسې حال کې چې دی په عملي توګه په فحش او له اخلاقو لیري مجلسونو کې هر وخت بوخت وي ، د پردیو ښځو نڅا او د شرابو ډکو جامونو منځ کې لیدل کیږي بیا دا مجلس د یوټیوب او نورو چینلونو له لاري خپروي او په دې لړ کې څو ځله د ترکیې حکومت پخوا هم نیولی و.

داراز ترکي سرچینې وايي چې هارون یحیی له اسرائیلو سره هم نږدې اړیکې لري او او له ماسوني او یهودي مؤسساتو سره هم پوره پېژندګلوي او نږدیوالی لري او له دې سره غرب کې هم له مختلفو ادارو سره نږدې اړیکې لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close