ترکیه کې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې پیل شوې

د ترکیې خلک نن په ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو کې د ګډون لپاره د رایې ورکولو مرکزونو ته ځي.

د ترکیې د الاناضول خبري اژانس د راپور له مخې، د رایې اچونې مرکزونه په محلي وخت سهار ۸ بجې پرانستل شول او د مازدیګر تر پنځو بجو (محلي وخت) پورې به د رایه اچوونکو پر مخ پرانستي وي.

په دې ټاکنو کې ۵۶ میلیونه ۳۲۲ زره او ۶۳۲ کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي، چې د رایې ورکولو لپاره به د رایې اچونې ۱۸۰ زره او ۶۵ مرکزونو ته ولاړ شي.

د ترکیې د انتخاباتو سترې کمېټې ویلي چې د ټاکنو پایله به تر رایې اخیستنې څو ساعته وروسته، نیمه شپه، اعلان شي.

ولسمشرۍ ته نوماندان:

د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان - اې ایف پي

د ولسمشرۍ د مقام لپاره ۶ نوماندان په رقابت کې دي. د ترکیې اوسنی ولسمشر او د عدالت او توسعې ګوند مشر رجب طیب اردوغان، د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید محرم اینجه،  د حزب سعادت مشر تمل کاراملا اوغلو، د حزب وطن مشر دوغو پرینچک، د حزب نېک مشره مرال آکشنر، او د خلق دیموکراتیک ګوند پخوانی مشر او بندي صلاح الدین میرتاش د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان دی.

که په دوی کې یوه تر ۵۰ سلنه زیاتې رایې ترلاسه کړې، کولای شي چې د ولسمشرۍ مقام ونیسي. خو که هیڅوک هم تر ۵۰ سلنه زیاتو رایو په ګټلو بریالی نه شو، ټاکنې به دویم پړاو ته ولاړې شي، چې د ترسره کېدو نېټه یې د راتلونکې جولای میاشتې اتمه نېټه ښوول شوې ده.

اردوغان؟

د نن ورځي انتخابات د ترکیې د ولسمشر، رجب طیب اردوغان، لپاره د خپلې ۱۵ کلنې واکمنۍ تر ټولو ستره ازموینه بلل کېږي.

د څارونکو په باور، که څه هم رجب طیب اردوغان د هېواد په زیاتو سیمو کې پلویان لري، خو  د مخالفینو یووالي نوموړی په ټاکنو کې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

 د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، محرم اینجه
د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، محرم اینجه

ویل کېږي په ولسمشریزو ټاکنو کې د اردوغان ستر رقیب د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، محرم اینجه، دی. د اردوغان مخالفین هیله من دي چې اینجه به نوموړي ته ماتې ورکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close