ترکیې او امریکا د اختلافاتو د حل په موخه ”پر همکارۍ کولو هوکړه وکړه“

د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو لورو د اختلافاتو د له منځه وړلو په موخه ”د همکاري کولو هوکړه کړې ده.“

د بي بي سي د خبر له مخې، نن، جمعه (زمری ۱۲)، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاووش اوغلو، له خپل امریکايي سیال، مایک پامپیو، سره تر لیدنې وروسته وویل چې دواړو لورو د د دې دوو هېوادونو تر منځ د اختلافاتو د حل په موخه په همکارۍ کولو هوکړه کړې ده. دا لیدنه په سنګاپور کې د آسه آن غونډې په څنډو کې ترسره شوه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاووش اوغلو، له خپل امریکايي سیال، مایک پامپیو، سره / GETTY IMAGES
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، مولود چاووش اوغلو، له خپل امریکايي سیال، مایک پامپیو، سره / GETTY IMAGES

دوه ورځې وړاندې، د امریکا د خزانې وزارت اعلان وکړ چې د یوه امریکايي کشیش د نیول کېدو پر سر یې د ترکیې پر عدلیه او د کورنیو چارو پر وزیرانو بندیزونه لګولي دي.

 ترکیې ته د یوه امریکايي کشیش پر سر د امریکا ګواښ او د ترکیې ځواب

پنځوس کلن امریکایی کشیش، انډریو برانسن، له تېرو څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې په ترکیه کې اوسېده، او دوه کاله وړاندې د ۲۰۱۶ز کال د ناکامې کودتا له پلانوونکو سره د همکارۍ او جاسوسۍ په تور بندي شو.

 امریکایی کشیش، انډریو برانسن
امریکایی کشیش، انډریو برانسن

دا امریکايي کشیش همداراز د فتح الله ګولن او د کردستان د کارګرانو له ګوند (پي کې کې) سره په همکارۍ تورن شوی دی – ترکیه دا دوې ډلې ”ترورستي“ بولي او وايي چې دې ډلو د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ضد د  ۲۰۱۶ز کال په ناکامې کودتا کې لاس درلود.

د ترکیې سترې محکمې څه موده وړاندې امر وکړ چې انډریو برانسن دې له زندانه خوشی شي، خو ”د روغتیايي ستونزو“ له امله باید په خپل کور کې نظر بند وي.

پر دوو ترکي چارواکو د امریکا له لوري بندیزونو تر لګېدو وروسته، د ترکۍ لېرې ارزښت، چې پخوا هم د ترکیې د اقتصادي سیاستونو له امله ټېټ و، نور هم پسې ټيټ کړ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close