ترکیې او یونان ترمنځ په سمندر کې لږ تر لږه ۳۹ تنه کډوال اوبو کې غرق شوي

کابل ټکی کام ۱۱سلواغه/۱۳۹۴، هاشمي عبدالله
د ترکيې ځايي رسنیو خبر ور کړی دی چې د دغه هېواد سره نږدې په اوبو کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۹ تنه کډوال غرق شوي دي.
راپور وایي، دغه کډوالو غوښتل تر څو د اوبو له لارې یونان ته سفر وکړي، خو بخت ورسره یاري ونکړه او د سمندر د اوبو خوراک شول.
رسنۍ همدا شان لیکلي، که څه هم له ۶۰ کسانو څخه زیات ژغورل شوي خو په عیني حال کې چارواکي وایي، «ښایي د وژل شویو کسانو شمېره لوړه شي.»
د کډوالو د نړیوالۍ ټولنې د راپور له مخې چې په روان نوي کال کې تر اوسه پورې ۲۴۴ کډوال د مدیترانې په اوبو کې غرق شوي دي.
د یادولو ده چې په تېرو څو اونیو کې په زرګونه کډوال د ترکیې له لارې د یونان ټاپوګانو ته مساپر شوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close