ترکیې پر داعش بریدونو کې ونډه واخیسته

کابل ټکی کام ۰۷سنبله/۱۳۹۴ راپور: انصار ترکیې پر داعش باندې د امریکا سره یو ځای بریدونو کې ونډه واخیسته، او د داعش پر خلاف یې د انجیر لیک هوایي اډه د امریکا په واک کې ورکړه. مخکې ترکیې ویلي وو چې د داعش پر خلاف ده خو هوایي بریدونو کې به برخه وانخلي، اما اوس یې ومنله چې د داعش پر خلاف به هوایي بمباریو کې هر ډول برخه واخلي. د امریکا دفاع وزارت ویاند د داعش پر خلاف د ترکیې ونډه اخیستل ستر پرمختګ بللی دی. دفاع وزیر اشټن کارټر تېره ورځ یوه مطبوعاتي غونډه کې له ترکیې څخه وغوښتل چې د داعش پر خلاف عملیاتو کې خپله ونده زیاته کړې.   نږدې یوه میاشت وشوه چې ترکیې د داعش پر خلاف بمباریو لپاره امریکا ته د انجیر لیک هوایي اډه په واک کې ورکړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close