ترک ټبر: دوستم په جوزجان کې د«حویلي پنجصد» په نامه شخصي زندان کې ملکي وګړي شکنجه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۷) زرغون خوږیاڼی

د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغانستان په شمال کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم په مشرۍ د ملېشه ځواکونو په لاس د شوو جنایتونو نوي اړخونه را بر سېره کېږي.

د ترک ټبر د سرتاسري شورا غړي چې د ولسشمر او په کابل کې د نړيوالې ټولنې له استازو د لیدلو او احمد ایشچي ته د عدالت غوښتلو په موخه کابل ته راغلي ول وايي، چې رشید دوستم په جوزجان ولایت کې د شخصي زندان په جوړولو سره له ډيرې مودې راهیسې ملکي او بې ګناه افغانان نیسي او د «حویلې پنجصد» په نوم په دغه شخصي زندان کې یې ساتي او شکنجه کوي یې.

په یادو لیدنو کې د دې شورا غړي ګلاب الدین شریفي وویل، چې دوستم په جوزجان ولایت کې د حویلي پنجصد په نوم شخصي زندان لري او تر اوسه یې پکې په زرګونو بې ګناه خلکو باندې ظلمونه کړي او شکنجې یې ورکړي دي.

ګلاب الدین ویلي، چې د دوستم لخوا نیول شوی احمد ایشچي هم لومړی همدغه زندان ته وړل شوی او سپکاوی یې شوی دی، دده په وینا، په دغه زندان کې د دوستم له لوري له ایشچي سره د شوي سپکاوي او شکنجو یواځينۍ پیښه نه ده، بلکې په تر دې مخکې هم دوستم په دغه زندان کې په زرګونو ملکي و ګړو ته شکنجې ورکړي دي.

د ترک ټبر په شورا کې د احمد ایشچي زوی بکتاش ایشچي وویل، دا یواځينۍ پیښه نه ده چې دوستم کوم جنایتونه زما له پلار سره کړي دي، بلکې د دوستم لخوا په جوزجان کې دا ډول جنایتونه په سلګونو نورو کسانو سره هم شوي دي، خو بد بختانه چا هم دا جرات نه دی کړی چې د رسنیو په وړاندې راښکاره شي او د دوستم جنایتونه رابرسیره کړي.

د احمد ایشچي کورنۍ او د ترک ټبر شورا وایي، چې دوی له عدلي او قضایي ادارو پرته پر قومي فیصلو او جرګو قناعت نه کوي.

بلخوا د دوستم پلوو سرچینو رسنیو ته ویلي دي، چې ددوی مشر دوستم به عدلي او قضايي ارګانونو ته حاضر نه شي او نه به اړتیا حس کړي.

بل لور ته په افغانستان کې د څه باندې لسو هیوادونو سفیرانو له ولسشمر غني سره د لیدو پر مهال ویلي، که د ګډ حکومت حکومت د احمد ایشچي او په شمال کې د ګڼو نورو ملکي افغانانو له لوري پر دوستم د لګیدلو تورونو په تړاو د جدي تحقیقاتو او اقدام ونکړي نو دوی به د افغان حکومت سره پر کړیو ژمنو او ملاتړ بیا کتنه وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close