تر تولو ستره مسافر وړونکې الوتکه

لاروى

په وار وار به مو اورېدلي وي چې له ٢٥ څخه تر ٢٥٠ تنو ځایوونکو الوتکې ليدل شوې، مسافر پکې له يوه ځايه بل ځای ته وړل شوي دي او ښه په اسانۍ سره خپل سفرونه سرته رسوي.

د مسافر وړونکو نړيوال شرکت، بوينګ، په دې وروستيو کې تر ټولو د لویې مسافر وړونکې الوتکې عکس خپور کړی، چې په عکس کې ليدل کېدونکې الوتکه په نړيواله کچه تر نورو لويه او د زياتو مسافرو وړونکې ښکاري.

Image result for Boeing 777X

د بوينګ شرکت ويلي، تراوسه پورې په دې نوې جوړه شوې مسافر وړونکې الوتکه کې چا سفر نه دى کړی، خو له (٧٧٧ اکس) څخه (777X-9) الوتکه تر ټولو لويه الوتکه ده او مسافر به پکې په اسانه سره سفر وکړاى شي، او په روان کال کې به د مسافرو وړلو لپاره نړيوال مارکيټ ته راووځي.

Related image

د بوينګ الوتکو جوړولو شرکت ويلي، په (اکس، ٧٧٧) الوتکه کې د ٣٥٠ تنو د ځايېدو او سفر کولو توان شته، چې هغه به هم په راتلونکې کې مارکيټ ته راوایستل شي، او په نوې جوړېدونکې مسافر وړونکې الوتکه کې د ٤٥٠ تنو د ځايېدو او سفر توان شته، چې د نورو الوتکو په نسبت یې د سفر مصرف کم دى.

د بوينګ شرکت انجینيرانو ويلي چې پر نوې جوړېدونکې او ازمويښتي الوتکې تر نورو الوتکو ١٢ سلنه د جوړښت لګښت کم راغلی، ځکه به یې په کرايه کې هم ورته مصرف په نظر کې ونيول شي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close