تر خوراک وروسته دا کارونه مه ترسره کوئ

ځینې هغه کارونه چې باید د ډوډۍ تر خوړلو سمدستي وروسته ترسره نه شي:

چای مه څښئ:

زیاتره وخت تر خوړو سمدستي وروسته چای راوړل کېږي. تر خوراک سمدستي وروسته چای خوړل د معدې پر معدني موادو بده اغېزه کوي. مایعات باید تر خوراک نیم یا یو ساعت وروسته وڅښل شي.

اوبه مه څښئ:

تر خوراک سمدستي وروسته د اوبو څښل په معده کې یو ډول نرموالی پیدا کوي، چې په پایله کې یې خواړه تر پوره هضم کېدو وړاندې دفع کېږي. له همدې امله، ښه به دا وي چې تر خوراک نیم ساعت وروسته اوبه وڅښل شي.

مه ویده کېږئ:

د خوب په اړه ټينګار کېږي چې لږ تر لږه تر خوراک ۲ ساعته وروسته وشي. یعني تر خوراک سمدستي وروسته ویده کېدل د معدې د زخم او تورم لامل ګرځي.

مېوه مه خورئ:

له پخې مېوې پرته، تر خوراک وروسته مېوه سمدستي خوړل د معدې د پاړسوب لامل کېږي او غذا او مېوه دواړه فاسد کېږي. ښه به وي چې تر خوراک نیم ساعت مخکې او وروسته مېوه ونه خوړل شي.

حمام مه کوئ:

لږ تر لږه د خوراک او او لمبېدلو تر منځ نیم ساعت ځنډ راولئ، ځکه سمدستي حمام کول د معدې په شاوخوا کې د وینې په جریان کې اختلال راولي او د غذا پر هضم بد اغېز کوي.

سګرېټ مه څکوئ:

سګرېټ هیڅکله باید ونه څکول شي، خو تر خوراک سمدستي وروسته سګرېټ څکول له خپل ځان سره نه بخښل کېدونکې ګناه بلل کېږي. سګرېټ څکوونکي کسان باید تر خوراک نیم ساعت وروسته سګرېټ وڅکوي.

ورزش مه کوئ:

ورزش کېدای شي د هغو کسانو پر زړه فشار راولي چې د زړه په ناروغۍ اخته وي. که مو سپک خواړه خوړلي وي، لږ تر لږه باید ۲ یا ۳ ساعته ځنډ وکړئ. او که مو درنه غذا نوش جان کړې وي نو باید لږ تر لږه ۳ یا ۴ ساعته فاصله د خوراک او ورزش تر منځ راولئ.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close