تر دوحې وړاندې به اسلام آباد د طالب او امریکایي استازو د ناستې کوربه وي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۴)

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې په پام کې ده د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۱۸مه نیټه د پاکستان په رسمي غوښتنه له امریکایي او پاکستاني چارواکو سره یوه ناسته ترسره شي.
طالبانو ویلي په دغه ناسته کې به له امریکایي ټیم سره د دوی مذاکراتي پلاوی پر خپلو اصلي اجنډاوو خبرې اترې ترسره کړي او دغه راز به یې مذاکراتي ټیم له پاکستاني لومړي وزیر عمران خان سره هم وګوري.

طالبان وایي، په دغه کتنه کې به د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او افغان تجارانو په ستونزو به هم تفصیلي خبرې وشي.

طالبانو دغه راز ویلي چې د تیر مجلس په جریان کې د شوي توافق سره سم به د روانې فبروري میاشتې په ۲۵ نیټه بیا هم د قطر په مرکز دوحه کې دوام پیدا کوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close