تر څلورو دورو وروسته.. ښاروال سپی متقاعد کېږي

یوه سپي د امریکا د مینیسوټا ایالت په یوه کلي کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ښاروالۍ د رییس په توګه دنده ترسره کوله. اوس ټاکل شوې څو اوونۍ وروسته متقاعد شي.

د ډیوک په نوم د دې ښاروال سپي خاوند، ډېویډ ریک، وايي تر څلورو دورو وروسته اوس د دې وخت رارسېدلی چې ۱۳ کلن ډیوک تقاعد وکړي او پر کور کښيني.

ډیوک

ډیوک په ۲۰۱۴ز کال کې، د مینسوټا ایالت په کومورنټ نومي کلي کې د لومړي ځل لپاره د ټاکنو له لارې، چې یوازې ۱۲ رایې پکې اچول شوې وې، ښاروال وټاکل شو او څلور کاله یې پرلپسې دندې ته دوام ورکړ.

د ډیوک خاوند ویلي چې دئ به په یوه غونډه کې متقاعد شي.

د ښاروال په توګه د ډیوک دندې په نمایشي غونډو او بل بورډونو کې راڅرګندېدل او د کلي د سفیر په توګه کار کول شامل وو.

د یوه ابتدايي ښوونځي یوه بل ښوونکي، جولین بیکمېن، پتېیلې چې په دفتر کې د ډیوک د دندې په اړه د ماشومانو لپاره یو کتاب ولیکي.

سرچینه
د ویک

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close