تر ۱۶ کلنې واکمنۍ وروسته.. اردوغان بیا هم پوروړی دی

د ترکیې رسمي جریدې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سرمايې لیست خپور کړی او وايي چې نوموړی په درې بانکونو کې د ۶ میلیونه او ۳۴۷ ترکۍ لېرو (نږدې ۱،۳۷ میلیونه ډالرو) په اندازه سرمایه لري.

د الجزیره ټلوېزون د خبر له مخې، د ترکیې رسمي جریدې په خپل راپور کې زیاته کړې چې اردوغان د ۱۰ زرو ترکۍ لېرو (شاوخوا ۲۱۶۰ ډالرو) په ارزښت د ځمکې ټوټه، او د استانبول په اوسکودار سیمه کې د ۴ میلیونه لېرو (۸۶۸ زره ډالر) په ارزښت یو کور لري.

یادې جریدې همداراز زیاته کړې چې اردوغان اوډي A8 ماډل ګاډی لري، چې ارزښت یې د ۲۳۴ زره لېرو (نږدې ۵۰ زره ډالرو) شاوخوا دی.

خو د ترکیې د رسمي جریدې په خبر کې د حیرانتیا خبره دا ده چې وايي اردوغان د یوه ترکي سوداګر، محمد غور، ۲ میلیونه لېرې (۴۳۴ زره ډالره) پوروړی دی.

ویل کېږي د رجب طیب اردوغان سرمایه تر هغه ډېره زیاته ده چې نوموړی یې ښکاره کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close