تعقيب؛ نور وايي ارګ پر بلخ حمله کړې، دفاع يې پکار ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل):

بلخ کې حکومت هڅه کوي چې نوی معرفي شوی امنيه قومندان د کومانډو عسکرو په بدرګه تر قومندانۍ ورسوي، خو د امنيه قومندانۍ پولیس يې پر وړاندې ولاړ دي.

ځايي سرچينې وايي چې ښار کې د درنو او سپکو وسلو غږونه اورېدل کېږي، کومانډو او د پولیسو ځانګړې قطعه هڅه کوي چې نوی قومندان عبدالرقيب مبارز د قومندانۍ په ودانۍ ننباسي، خو د پخواني قومندان تر لاس لاندې ځواکونه ورسره په جګړه دي.

د کورنيو چارو وزارت هم د جګړې پخلی کړی او د دې وزارت سرپرست وياند نصرت رحيمي ويلي، چې تر اوسه يو پوليس وژل شوی او په وينا يې ۲۵ تنه يې ژوندي نيولي، چې دوی يې «غير مسؤل وسله ‌وال» بولي.

عطا محمد نور څو دقيقې وړاندې پر خپله فيسبوک‌پاڼه پر خپلو پلويانو غږ وکړ، چې ارګ پر بلخ حمله کړې او په وينا يې نر او ښځې بايد دفاع ته را ودانګي.

که څه هم تازه د کورنيو چارو وزارت ويلي چې توانېدلي چې قومنداني تر ګوتو کړي، خو تر غرمې وړاندې هم د دې وزارت چارواکو د کرارۍ خبر ورکړ او ويل يې ډېر ژر به نوی قومندان په ځانګړو مراسمو کې معرفي کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close