تــــقـــديـــــر « ناول » / دريمه برخه

ليكوال:  ډاكتر عبدلهادي « حماس »  

يوه ورځ ګلالۍ د كاليو په مينځلو بوخته وه چې مشر زوى امان يې ورته  په وارخطايۍ سره غږ وكړ:  مورې د پلارمې ډېرسخت غوږ خوږيږي او تا غواړي!

ګلالۍ ژر له ځايه پاڅېده لاسونه يې د صابونه له ځك نه ومروړل  او لږ وروسته چې د خپل خاوند مخې  ته ودريده  نو په وارخطايۍ سره يې ترې وپوښتل :

د امان پلاره څه درباندې شوي دي؟

هغه ځواب وركړ:  غوږ مې ډېر زيات دردكوي، بيګاه  مې هم ټكى خوب  ندى كړى،په تاسومې غږو نه كړ،ماويل دايو زه په عذاب ښه يم خواوس يې بې تابه كړى يم،نه پوهيږم څه وكړم؟ګلالۍ له بكس نه پيسې راواخيستې او ورته ويې ويل :

 ژركوه دكلي ډاكټرته لاړشه!فېروزډاكترته لاړ،هغه درمل وركړه،خو دردئې تسكين نه شو،دوهمه شپه يې هم دتېرپه شان په ويښه تېره كړه چې سباشونوګلالۍ ورته وويل : نن له خيره ښارته لاړ شه كه اړتياوي زه به هم درسره ولاړه شم! فېروزپه ځيرسره ورته وكتل اووئې ويل : نه،ته مه راسره ځه،زه به يواځې ولاړشم!ګلالۍ په حيرانۍ سره وويل : څه،ته په دې حالت كې يواځې تللى شې،اوماولې نه پرېږدې چې درسره ولاړه شم؟فيروزځواب وركړ: ځكه چې ته خپل مخ نه شې پټولى! ګلالۍ يې په خبره وخندل اووئې ويل : فيروزه ته خوپوهېږې چې په پلوكې مې زړه تنګيږي داهم بلاپسې  چې مخ مې پټ وي بس داسې يم لكه په پرديوپښوچې روانه يم اوڅوځلې له دې امله لوېدلې هم يم خوته دې ته مه ځوريږ، هغه متل خودې اورېدلى چې زرپاك وي له اوره يې څه باك وي!مادخپل نفس په مرۍ پښه ايښې ده  هغه مې وژلى دى،زه تاته ډاډدركوم چې دچاپه لږكږوسترګوهم پوه شم نوپه څاپيړوبه يې مخ سوروپړسوم،فيروزيې په خبره  مسكۍ شواووئې ويل : اې لېونۍ زه ستاله اړخه اندېښنه نه لرم! ته چې څه وايې هغه ټول ريښتيادي،خودازموږدټولنې دود،دى اوته دادودله پښولاندې كوې اوهسې دخلكوخولې په ځان پسې خلاصوې!خوخيرهرډول چې ځان ارامه احساسوې هماغسې وكړه،ښه نوورځه جامې دې بدلې كړه، ګلالۍ دجاموپه بدلولوپسې لاړه كالي يې بدل كړه خوهغه لاپه كوټه كې وه چې دامان چيغې يې ترغوږشوې : مورې ژرراشه دپلارمې له دواړوغوږنوڅخه وينې راځي! له پزې يې  هم وينه روانه ده،هله ژركوه!! ګلالۍ په بيړه ورووته،دپيروزحالت يې چې وليدنوډېره وارخطاشوه،ژريې موټرونيواوپه ښاركې ئې يوه شخصي روغتون ته ورساؤ،نوموړى روغتون يوه شتمن كس جوړكړى ؤچې پخپله دروغتون رئيس هم ؤ . ګلالۍ په روغتون كې له يوه زړسواندډاكټرسره مخ شوه،هغه له فېروزسره ډېرمرسته  وكړه،هرډول اړين درمل يې وركړل،وينه يې تم شوه،خودفېروزدغوږدردنه په كرارېده،ډاكټرانو مشوره وركړه چې ناروغ ته دې  دڅوساعتولپاره عمومي بې هوښي وركړل شي،ځكه دهغه دردله بريدوتلى ؤاوفېروزيې هيڅ زغم نه درلود،له ګلالۍ څخه يې ددې كارسلاوغوښته دهغې په سترګوكې اوښكې راغلې،هغې فكروكړچې دمېړه ناروغي يې خطرناكه ده نوله اوښكوډكې سترګې يې په ډاكتركې ونيوې اوپه ژړه غوني غږيې ځواب وركړ: ډاكترصيب  زه نه پوهېږم كه موږ پوهېداى په كوركې به مودهغه درملنه كړې وه څه ته چې اړتياوي نوترسره يې كړئ .ډاكټرانو فېروزته دعمومي بې هوښۍ وركولوپرېكړه وكړه اوهغه يې دعمليات خونې ته ولېږداوه .دفېروزمعالج ډاكټردګلالۍ په يوازيتوب اوټول ژوندپوهيده نوځكه ېې ډېرزړه سوى پرې راته اود فېروزپه درملنه كې يې له هغه  سره  بشپړ اخلاص كاوه،دروغتون رئيس هم حالات څارل او هغه مهال يې له دې پېښې سره دلچسپي پيداكړې وه چې ګلالۍ معالج ډاكټرته دخپلې بې وسۍ،يوازيتوب اوناهيلۍاوښكې تويولې

دټپ پوهنې(جراحي )ډاكترانوفېروزدعمليات خونې ته دننه كړ او ګلالۍ په لمدوسترګوپه يوه څوكۍ باندې كښېناستله اوبياناڅاپه خپل وړوكى زوى امان چې دامهال د دولسوكالوؤورپه يادشو،دخپل ګاونډي كورته يې له روغتونه تليفون وكړاوپه ژړغوني اوازېې ورته وويل : زه دښارپه فاطمه روغتون كې يم،ډېره يوازې شوې يم،هرلورته مې تشې،تشې سترګې اوړي،هيڅوك راسره نشته،مېړه مې هم په ډېر بدحالت كې دى،هغه يې دعمليات خونې ته دننه كړ،هيله كوم  ماته مې امان زوى راورسوئ،زه داغمونه يوازې نشم زغملاى!هغوى چې يوه زړه سوانده كورنۍ وه نوله ګلالۍ سره يې ژمنه  وركړه چې تريوساعت پورې به امان ورورسوي! ګاونډي ئې امان په خپل موټركې كښېناوه اودروغتون په لاره روان شول .دټليفون داخبرې ټولې دروغتون رئيس واورېدې،دګلالۍ بې وسه خبرودهغه خوشحالي يوپه دوه كوله! اوهیله یۍ درلوده چې دهغې له بېوسی څخه په څه ډول ګټه واخلی ځکه چې ډیر بې وسه کسان یې پخواهم دخپل ښکارنښه ګرځولی ؤاوبه دې لاره کۍ روږدی ؤ.فېروزدعمليات په خونه كې ؤاوګلالۍ په يوازي ډول بهردعمليات خونې دروازې ته نږدې دهغه انتظاركاؤچې ناڅاپه دګلالۍ مخې ته  دروغتون يوه كاركونكې  ودرېده اووئې ويل :

 تاسورئيس صيب خپل دفترته غواړي،ګلالۍ ځواب وركړ:

رئيس څوك دي؟هغه له ماسره څه كارلري؟زه دلته دخپل ناروغ انتظاركوم هغه ډېربدحالت لري،كاركونكې ئې په خبره كې ورولوېده :

 موږته رئيس صيب امركړى چې دناروغ څارنه تاسې وكړئ او پايوازى ماته راوليږئ،ته اندېښنه مه كوه،موږستاله ناروغ سره يو،هغې يوې بلې كاركونكې ته ګوته سيخه كړه اووئې ويل :

ورشه هغه به دفتردرته وښايي!

ګلالۍ زړه نازړه له كاركونكې سره روانه شوه نه پوهيده چې دروغتون مشريې دڅه دپاره غواړي ،په دهلېزكې به چې څوك دګلالۍ  په مخه ورتلل نوهغوي به دګلالۍپه څيره كې سترګې خښولې،ځكه چې  د ګلالۍ معصوميت ،دنګې ونې اوګردسپوږميزمخ  به  دهرچاپام ددې په لوري وراړاوه،ګلالۍ چې درئيس دفترته  ورسېدله، نوكاركونكې دروازه ټك،ټك كړه اونوره بېرته په شاروانه شوه،ګلالۍ په هغې غږ وكړ: چېرې ځې زه يوازې نه شم تللى!هغې ځواب وركړ:

موږته دننه اجازه نشته،داوخت رئيس دروازه خلاصه كړه اوچې په ګلالۍ يې سترګې ولګېدې نودخوښۍ نښې يې په مخ كې څرګندې  شوې ځكه هغه ددې شېبې لپاره ډېرانتظاركړى ؤ،مخ يې سوراوسپين كېده زړه يې په ټكان پيل وكړ،لږغوندې وارخطاهم شو،يوازې دلاس په اشاره يې ګلالي ته   دومره وښوده  چې راځه دننه راشه،ګلالۍ دهغه په ليدونوره هم بې زړه شوه نه پوهيده چې څه وكړي خوپه همدې دوه زړي كې دهغه دفترته ورننوته!! درئيس مېزته مخامخ په يوه څوكۍ كښېناسته،رئيس چې دهغې بې زړه توب وليدنوپه زړورتياسره ئې سترګې پكې ځيرې كړې،ماناډوله خندائې وكړه اووئې ويل :

 دلته زما ترڅنګه كښېنه ستانوم څه شئ دي؟هغې په خپله بي وزله څيره  اوټيټ اوازځواب وركړګلالۍ نوميږم!

هغه چې بل سګريت يې په ګوتوكې نيولۍؤخپل سګريټ ته په ټك وركولوسره يې دګلالۍ څيره دسترګونښه وګرځوله ورته ويې ويل :    ته اندېښنه مه كوه،دازماروغتون دى،دلته ټول ډاكټران،پوهاندان او ښكته خلك زمامزدوران دي!ستاسودناروغ لپاره مې ټولوته ويلي چې خپلې هڅې ونه سپموى!ګلالۍ ځواب وركړ:

خداى دې ښه درسره وكړي،رئيس صيب هيڅوك مې نه شته،وړه خيلخانه راپاتې ده،بس دخداى هيله ده اوستاسوده،زه به ستاسو ښېګڼه هېڅكله له ياده ونه باسم!

رئيس ځواب وركړ:

غم مه كوه ستادناروغ ټوله درملنه به دلته په وړياترسره شي،موږډېر پرمختللي معاينې اووسايل لرو،دهغه ناروغي به تشخيص شي تاسې يوازې نه ياست زه له تاسوسره يم!!

 رئيس فكروكړچې ګلالۍزمادشان،پيسواوامكاناتوڅخه اغېزمنه شوه نوځكه ئې نوره دخپلې ناولې هيلې خبره ورډاګيزه كړه اووئې ويل:

ګلالۍ ستاسې ناروغ به دلته يوڅوورځې بسترشي،تاسې دشپې تېرلولپاره هم انديښنه مه كوئ زه دخوب لپاره يوه ځانګړې خونه لرم! ښه ډبل بېډلري،تاسې هم كولاى شى هلته په ډېرارام سره شپه تېره كړئ !

كلالۍ شك واخيست دځان سره يې وويل :لكه چې دسړي اراده سمه نه ده،دهغه په اړه يې شك اوترديدفكرمشغول كړ.په همدې فكري مشغولتياكې حيرانه  پاتې وه يوځل يې دځان سره وويل چې دهغه دخبرې مناسب ځواب وركړه خوبيايې په زړه كې تېرشول چې كېداى شي دغه زماواهيمه وي دهغه نيت زمادپاره سم وي په داسې حال كې به  زماخبرې  دهغه په شخصيت باندې لوى تيرى وي  زه بايد داسې ونه كړم،لومړى بايددهغه په نيت پوه شم چې هغه څه غوښتنه  لري  كله چې باوري شم بيابه ورسره وګورم!

دروغتون رئيس دګلالې شك اوترديدډيرښه احساس كاؤهغه  د ګلالۍ دروحياتودځواكمنتيالپاره نورې هڅې هم پيل كړې هغې ته يې وويل :ته راشه زمادخوب اطاق وګوره زه ډاډه يم چې له مزاج سره به دې برابروي،ګلالۍ هم په دې نيت ورپورته شوه چې درئيس دخواخوږي په لامل پوه شي اوباوري شي چې هغه څه غواړي؟

دهغه اطاق ته چې دهغه ددفترنه يې دروازه لرله دواړه ورننه وتل ګلالۍ چې دهغه اطاق وليده دهغه صفت نه ډيرلوړؤچې رئيس ورته ويلي ؤ .

رئيس په پرلپسې ډول دګلالۍ په مخ كې سترګې خښې كړې وې هغې ترې وپوښتل : ولې دې داسې سترګې په ماكې خښۍ كړې دي؟دهغه له خولې نه ووتل چې په ريښتياچې ښكلاپه ساده ګي كې وي!ګلالۍ په تروشه ټنډه وويل : زه پوه نه شوم؟خوهغه خبره بدله كړه په ځواب كې يې ورته وويل : ايااطاق دخوښ شو؟خودګلالۍ  شك نږدې په باور بدل شو،دهغه دخبرې ځواب يې ورنه كړمخ يې ورواړاؤورته ويې ويل: ايازه پوښتى شم چې داټول له ماسره دڅه دپاره كوې؟رئيس ځواب وركړ: يوبهرنى متل دى چې څه وركړه ترڅوڅه ترلاسه كړې!ګلالۍ يې په ځواب كې وويل :زه خوغريبه ښځه يم هيڅ هم نه لرم زه به تاته ددې په بدل كې څه دركړم!رئيس ورته وويل : ته ډيرڅه لرې خواحساسولى  يې نه شې ته دومره څه لرې چې زماغوندې يوسرمايه داريې هم درته په سوال كولواړكړى دى! ګلالۍځواب وركړ: داسې څه دي چې زه يې لرم خواحساسولى يې نه شم؟هغه ځواب وركړ: ځه بيرته دفترته ځوهلته يې درته وايم!ګلالۍ  يې په دې خبره وويريده بيرته ئې درياست خونې ته حركت وكړهغه هم دفترته پسې راغى،ګلالۍ دهغه دميزپه خواكې په يوه څوكۍ كيناسته اورئيس هم په خپل ځاي كيناست بيايې دګلالۍ طرف ته مخ كړورته ويې ويل  : هغه څه چې ته يې لرې  اواحساس يې نشې كولى،ستانوم يې ښه ښكارندويي كوي،تاسې دخپل نوم په تعبيرپوهيږئ ؟ستاګلاليتوب معصومې څيرې  خوزه ډير ناراحته كړى يم زه يوسوال درته كوم هغه داچې  بيګاه ته به دواړه يوځاي په هماغه بيډكې دخوندشپه تيره كړو!!

ګلالۍ چې داخبره واورېده سرپرې تاوشوخوځان يې قابوكړ،لږشېبه غلې پاتې شوه،درئيس په سينه كې دهغه زړه په ټوپوشواوفكريې وكړ لكه چې خبره جوړه شوه،دهغې چوپتيائې درََضايت چوپتياوبلله اوغږ يې پرې وكړ :

ګلالۍ سمه ده؟ هغه له څوكۍ پورته شوه،مخ يې تك سوروخوټېد،په رئيس باندې يې سترګې راوباسلې اووئې ويل :

چوپ شه،بې ضميره انسانه،ته فكركوې چې مېړه مې زوړدى نوايمان به مې هم زوړاودتاپه څیرناولی وي؟ داسمه ده چې بې وسه اوبې كسه يم خوبې همته نه يم،تا فكركړى چې ستاشته اودادروغين شان به دې مادخپلې اغيزې لاندې راولي؟هيڅكله به هم ستاسې دزروځلازمادايمان اوغيرت سترګې ونه بريښوي  زه ستادې ډول خواخوږي ته هېڅ اړتيانه لرم،زه به لوى خداى(ج) ته دسوال ځولۍ  وغوړم اومرسته به ترې وغواړم یوازې هغه زمادپاره بس دی ، تاسې شتمن خلك همداسې ټيټ ضميره ياست خوراومورنلرئ  .تاسو تل پرديوناموسونوته سترګې پټې كړې وې اوداموله ياده وتلي چې عادل ذات ستاسوپرناموسوهم داسې ورځ راوستلى شي!

ګلالۍ له دې سره داسمان لورته وكتل اووئې ويل :

اى خدايه ته زماغچ ترې واخلې،ته دې ناولی ته سزاورکړې ،زه څه خبره وم چې دهغه دخوږو او مهربانه خبروترشا به دومره ناوړه هيلې پټې وي،خدايه ته ئې زماله زړه خبركړې،ګلالې بېرته رئيس ته وكتل اووئې ويل : یوه پاک لمنه ښځه چې دخپل عزت دلوټیدوپه مهال  څومره دې زړه  درداحساسوی  هغه ته نه شې درک کولی ،خویوه خبره مې په خلاصوغوږو واوره ،

دمظلوم په آه كې دالله (ج)نيم نوم پروت دى اياته په دې پوهيږې؟هغه به له ماسره هرومرومرسته وكړي  اوستاددغه سپك نظر بدله به دركړي ،زه له هغه (ج) څخه غواړم چې ستاپه څېربې ضميره انسانانوته چې دخلكو له اړتياوواومجبوريتونوڅخه ناوړه ګټه پورته كوي داسې سزادركړي چې دهرچادپاره دپندلامل شي !

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close