تل ابیب کې دوو فلسطینيانو ۴ اسرائیل وژلي دي

کابل ټکی کام ۲۰غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د اسرائیلو پلازمینه تل ابیب کې دفاع وزارت ته څېرمه په یوه بازار کې د دوو فلسطینیانو له لورې پر اسرائیلو د ډزو له کبله ۴ اسرائیل وژل شوي دي، او ۸ نور ټپيان دي.

خبرونه وایي، چې د ټپيانو څخه د ۲ کسانو حالت نازک دی.

له بلې خوا اسرائیلي پولیس وایي، چې فلسطیني وسله والو دغه برید پر ملکي وګړو کړی دی.

اسرائیلي پولیسو ویلي دي، چې بریدکوونکي د لویدېځې تراړې په سوېل کې د الخلیق ښار اوسېدونکي، او د یوې کورنۍ غړي دي.

دوی همدا راز ویلي دي، چې د بریدکوونکو څخه یو تن نیول شوی دی، او ټپي دی، چې دا مهال په روغتون کې تر تداوی لاندې دی.

د یادولو ده، چې د تېر کال د اکتوبر میاشتې راهیسې د اسرائیلو له خوا ۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي، همدا راز د فلسطینیانو له لورې پر اسرائیلو باندې د دغه برید په شمول ۳۴ اسرائیل له منځه تللي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close