تمثیل

رالیږونکی: غزالي

وايي، یو سړی له ځنګله تېرېده،
زمری یې ولید،
چې لېوه ته یې کرښې ایستلې.
لېوه خپل غار ته ننوت،
خو زمری همداسې ورته غورېده.
سړی ددوی په ننداره و،
چې پاس پر ونه ناست کارغه ترې وپوښتل:
څنګه حیران ورته ګورې؟
سړي وویل:
د زمري غُر او فش ته مې کتل، خو لېوه یې کیسه کې نه دی، لاړ، په خپل غار کې پروت دی.
کارغه وویل:
اې ساده سړیه!
هغوی صرف ته مصروف کړی یې، چې ګیدړه دې خواړه درنه وخوري.
سړي چې څنګ ته وکتل، رښتیا هم خواړه یې نه وو.
له کارغه یې وپوښتل، چې دا خو ګیدړې وړي، نو لېوه او زمري ته یې څه ګټه رسېږي؟
کارغه وویل:
ګیدړه وږې وه، د برید توان یې نه درلود. خواړه یې وخوړل، اوس یې انرژي واخیسته. زمری هم یخ وهلی و، ځان یې ګرم کړ، چې برید ته چمتو وي. لېوه هم ستړی و، په خپل غار کې یې انرژي واخیسته چې درې واړه یوځايي برید در باندې وکړي.
سړي وپوښتل:
نو تاته یې څه ګټه، چې دا هرڅه دې راسره شریک کړل؟
کارغه وویل:
هغوی ژمنه راسره کړې، چې تا په دې خبرو مصروف وساتم او سره زر به دې ماته را کوي…….. مقصد؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close