تنصير وپېژنئ!!

ليکنه: خليلي زرمتى

د تنصير لغوي معنا ده نصراني کول .

او د نصرانيانو په اصطلاح کې هغه تنظيم دى چې غير مسيحي وګړي؛ هغه که مسلمانان وي يا بل مذهب والا، مسيحيت ته بلنه ورکوي .

د مسلمانانو نصراني کول د دغه تنظيم ځانګړې دنده ده .

ځکه له اسلام پرته نور اديان خو هسې شريکي اديان دي .

يوازې اسلام هغه مقدس دين دى ، چې د توحيد پر عقيدوي اصولو ولاړ دى ، نو د دغه طاغوتي تنظيم هم زياته پاملرنه اسلامي امت ته ده ، څو اسلامي نسل خپلو طاغوتي او مشرکانه اعمالو ته دعوت کړي او خپل باطل او مشرکانه منحرف دين پرې قبول کړي .

لنډ تاريخ

د دغه اسلام دښمنه تنظيم د جوړولو ، تبارز او په منظم ډول په 1795 ميلادي کال کې د (جميعة لندن التنصيرية) په نوم د انګلستان په پلازمېنه لندن کې تاسيس کړاى شو ، او بيا يو کال وروسته په 1796 ميلادي کال کې په اسکاټلنډ او دريمه څانګه يې په نيويارک کې جوړه کړاى شوه . چې بيا سوکه سوکه په ټوله نړۍ او اسلامي هېوادونو کې د تنصير د مرکزي دفتر نمايندګۍ جوړې کړاى شوې چې تر اوسه پورې فعاليت کوي .

د نماينده دفترونو شميره :

په تيرو دوه سوه کلونو کې د انګلستان د تنصير مرکزي دفتر په ټوله نړۍ او اسلامي هېوادونو کې درې زره اووه سوه 3700 نماينده دفترونه جوړ کړي دي ، چې د غير مسيحي وګړو د مسيحي کولو لپاره دعوتي فعاليتونه کوي  او هيڅوک يې مخه نشي نيولى .

په دغو دفترونو کې اته څلوېښت مليونه دعوت کوونکي کار کوي زياتره برخه يې هغه وګړي دي چې نصراني ګرځول شوي دي .

هدف:

د مسيحانو د دغه تنظيم يعنې تنصير هدف او مقصد دا دى ، چې په ټوله نړۍ باندې نصرانيت قبول کړي او په ټوله نړۍ بايد نصرانيت حکومت وکړي .

مأخذ : الغزو الفکري

مؤلف: پوهنمل زاهدي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close