توده جګړه کې د سولې سوړ سفر

تبصره

امريکا په افغانستان کې د روانې جګړې له پیله له ناټو-غړو او همنظره ٥٢ هېوادونو سره مشورې کړې وې چې خپل پوځونه د ناټو په چوکاټ کې ورسره يوځاي کړي.

 همغسې وشول.. په افغانستان کې د امريکا په يرغل سره د جګړې اور بل شو او د ناټو ټولو غړو اشرګړو هېوادونو تر نن ورځې پورې پکې پراخه ونډه اخیستې ده.

امريکايي چارواکي وايي، د افغانستان لپاره یې افغاني النسله امريکایی استازى، زلمي خليلزاد، په افغانستان کې د روانې جګړې او سولې په اړه د خبرو لپاره پنځو هېوادونو ته په سفر لېږي، چې ښايي د يو شمېر هېوادونو له مشرانو سره په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه  بحث وکړي.

داسې بريښي چې امريکا په يوه مهال جګړه او سوله دواړه روان ساتي .

امريکا د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، پاکستان او افغانستان له چارواکو سره په وار وار کتلي دي، خو کېداى شي په افغانستان کې د طالبانو د بريدونو په زياتوالي، او په ځانګړې توګه پر غزني تر بريد وروسته، د امريکا په پاليسۍ کې يو څه بدلون راغلی وي، ځکه هغه څه چې ټرمپ، مايک پمپيو او نيکي هيلي به دمخه ويل اوس يې نه وايي.. يوازې او يوازې د سولې نوم اخلي.

 پاکستان، افغانستان او يادو هېوادونو ته امريکايي چارواکو په وار وار سفرونه کړي دي، خو د ځانګړي استازي په توګه به دا د زلمي خليلزاد لومړی سفر وي چې يادو پنځو هيوادونو ته یې کوي. ټرمپ هم زلمی خليلزاد له همدې امله د افغانستان لپاره ځانګړى استازې غوره کړ چې د افغانانو له کلتور او سخت دريځۍ سره روږدى دى.

له بلې خوا، هغه څه چې اوس زلمي خليلزاد ته په افغانستان  کې د سولې په اړه په غوږ کې ويل شوي دي د هغه سفر له خبرو سره چې له مايک پمپيو سره یې د پاکستان او ډيلې په موخه کړى ؤ بدلون لري، او امريکا غواړي د خپلې پاليسۍ په بدلون طالبان د خبرو مېز ته کښېنوي .

زلمي خليلزاد په افغانستان کې هغه مهال چې جګړه لا دومره توده نه وه د سفير په توګه دنده ترسره کړې وه، خو په ټوله موده کې چې زلمي خليلزاد په افغانستان کې د سفير په توګه پاتې ؤ امريکا ته یې د پام وړ ګټه هم نه وه رسېدلې، ځکه خو یې د پنځو هېوادونو په اراده سفر ته د مثبتو پايلو تمه نه کيږي.

دا چې له زلمي خليلزاد سره به طالب مشران خبرې وکړي او که نه، تر وخت دمخه خبره ده. خو که طالب مشران له زلمي خليلزاد سره خبروته چمتو هم شي، د سولې په اړه د کاميابۍ څرک پکې نه ښکاري، ځکه په توده جګړه کې سړه سوله هيڅ وخت منځته نشي راتلای .

 په افغانستان کې به هغه مهال د سولې تمه راوټوکيږي چې لومړی د بهرنيو پوځونو د وتلو پر مهالوېش، بيا د جګړې پر بندولو او په درېم قدم کې د سولې په اړه وشي – هغه هم هغه خبرې چې په رښتينې توګه په افغانستان کې د روانې جګړې د پای خبرې وي، نه د طالب مشرانو د نظرياتو، شرايطو او د غونډو د دوام او د نورو غوڼدو د نېتو ټاکلو خبرې  .

که خليلزاد په دې خيال د پنځو هېوادونو سفر پیل کړى وي چې په افغانستان کې به د بهرنيو پوځونو په حضور کې جګړه پاې ته ورسيږي، دا دې سر له اوسه ناشونې وبولي. او که د جګړې له تاوانونو په تنګ راغلی وي، نو بيا دې لومړی د تودې جګړې د دوام وسايل له منځه يوسي، بيا دې له طالب مشرانو سره د سړې سولې په اړه خبرې پیل کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close