تورخم: د ګمرک کارکونکو کاري اعتصاب کړی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۳)

د تورخم د ګمرک کارکونکو د مافیایي کړیو د ځواکمنیدو او امنیت د نشتوالي له امله کاربندیز کړی.
د ګمرک کارکونکي وایی؛ دولت یې د امنیت به خوندیتابه کې پاتې راغلی او تر هغو چې حکومت یې د امنیت ساتنې کلک تضمین ور نه کړی، د دوی کارونه به همداسې معطل وي.

دوی وایي؛ “په تیره یوه میاشت کې مو د تورخم -جلال آباد پر لاره څلور تنه کارمندان د نامعلومو وسلوالو له لوري تښتول شوي، یو تن د زیاتو پیسو په ورکولو سره خوشی شوی او د نورو ۳ برخلیک لا هم نه دی څرګند.“

د ګمرک کارمندان وايي؛ پر دې لاره د حکومتي ځواکونو په پراخ شتون کې د مافیایي او اختطاف ګرو وسلوالو شتون د جدی اندیښنې وړ دی او باید حکومت یې ځواب ووایي.

په ورته وخت کې د دې ولایت ویاند عطاؤالله خوږیاڼی مني چې پر یاده لویه لاره جنایي پیښې زیاتې شوې خو ډاډ ورکوي چې په یوه طرحه یې کار شروع کړی چې په عملی کیدو سره به یې د دې ډول پیښو ګراف راټیټ شي.

باید وویل شي،چې تر دې وړاندې هم په ځلونو د دې ولایت پر دغه او نورو لویو لارو سوداګر، صرافان او نور کاروباري کسان اختطاف یا هم لوټل شوي چې ډیر کله په کې د دولتي کسان هم ښکیل بلل شوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close