تورخم که تورغم

له څاڅکي څاڅکي نه سیلاب جوړیږي

چې ظلم زیات شي انقلاب جوړیږي

عزیر اسد خیل

شهید سید قطب رحمه الله څه ښه ویلي دي، چې ما په غرب کې اسلام ولیدو، خو مسلمانان مې ونه لیدل برعکس دلته په اسلامي ملکونو کې مې مسلمانان ولیدل، خو اسلام مې ونه لید.

په غربي ملکونو کې ټول هغه عدالتونه، چې اسلام یې امر کړی عملا يې پلي کړي دي، حکومت خپلو عوامو ته په مکمل ډول د ژوندل هر اړخیز سهولتونه برابر کړي، خو متاسفانه یواځې دومره ده، چې اسلام نشته، که له دې عدالت او انصاف او هوساینې سره دوی اسلام هم منلی وای نو بې له شکه چې د دنیا له ښیرازۍ سره به یې اخرت هم همداسې ښیرازه و.

خو که په اسلامي هیوادونو کې وګورو نو وینو، چې اسلام شته او د اسلام هر اړخیز احکام، اوامر، نواهي، معاملات، او داسې نور هر څه شته، مساجد شته، علماء شته، دیني مدارس شته، عبادات شته، تروایح روانې دي، ختمونه کیږي، روژې نیول کیږي او لنډه دا چې په حقوق الله کې ټول مسلمانان که حاکمه طبقه ده او که عوام دي ټول پابند دي او دا هغه حقوق دی، چې که یو انسان نه په کې فرضاً کمی او کوتاهي هم راشي او له خدای جل جلاله نه بخښنه وغواړي نو امکان لري چې خدای پاک ورته بښنه وکړی او ورته یې معاف کړي، ځکه چې دا حقوق الله دي، خو الله تعالی حقوق العباد نه بښي تر څو چې همغه بنده چې حقوق یې اخیستل شوي بښنه نه وي کړي.

په حقوق العباد کې که نظر واچوو، نو ټولو مسلمانان یې داسې په خیټو کې اچوي لکه د مور شیدې یې چې وي.

 په لومړي سر کې د اسلامي هیوادونو حاکمې طبقې ډیر په خلاص مټ سره د دغو حقوقو شپیلولو ته بډې وهلي دي، چې ټول یې د سر په سترګو وینو. دا ډیر اوږد بحث دې که خبرې پرې وشي شاید په سلګونو کتابونه پرې ډک شي.

خو رابه شو په طورخم کې د حقوق العباد حقوقو د تروړلو بد حالت او منظر ته، چې سبب یې د پاکستان او افغانستان حکومتونو ښکاره کمزوري ده په دې معنی، چې اختلافات د دوه وو حکومتونو تر منځ دي او د عوامو پکې هیڅ مداخله نشته، خو حکومتونه پر ځای د دې چې یا خپلو اختلافاتو ته یوه معقوله لار پیدا کړي او دغه سرحدي لانجه د تل لپاره ختمه کړي، پخپله د خیر په غونډۍ ناست دي،او یواځې دوی ته په طورخم کې د خپلو بې وزلو، غریبو ، فقیرو او بیچاره ولس او کډوالو زورول عقلمندي او منطق ښکاري.

 که فرضاً اختلافات یې د حل کولو نه وي نو لږ تر لږه د عوامو زورولو ته دې مټې نه رانغاړي.

نړۍ ته که نظر واچوو سترو سترو مسایلو ته یې د حل لارې پیدا کړي دي، نو هم پخپله هوسا ژوند تیروي او هم خپل رعیت ته د هوسا ژوند زمینه برابروي، خو زمونږ حاکمان خپله هوساینه د عوامو په زورونه کې لټوي.

اوس که د تورخم د بندیدو ناورین ته وګورو، سره له دې چې د سختې ګرمۍ موسم دی، روژه هم په کې راغله، د افغانستان ډیري کډوال چې اوسمهال په پښتونخوا کې اوسیږي او افغانستان یې خپل ټاټوبی دی، دا ټول یو له بل سره مړی ژوندی لري، ښادۍ او غمونه یې شریک دي، پاکستاني غریب او بیچاره خلک د خوراۍ مزدورۍ لپاره افغانستان ته ځي، د افغانستان مریضان په دردمند حالت کې د تورخم خلاصیدو ته شپی ورځې تیروي، د تورخم ناورین له تورخم نه تور غم جوړ کړی دی.

خو نه د افغانستان د حاکمانو پري څه چُرت خراب دی او نه یې هم د پاکستان حکومت پروا لري، حال دا چې همدا حکومتونه د همدغو عوامو په رایو او ووټونو سره جوړ شوي او دا حاکمان د همدوی په زور نن د قدرت په ګدیو ناست دی.

پاڅونونه، انقلابونه، وسلې ته لاس کول، غلاوې، قطاع الطریقي، قتلونه او داسې نورې بدې پدیدې د همدغسې ظلمونو په نتیجه کې راټوکیږي او راولاړیږي.

ځکه خو یو شاعر وايي:

له څاڅکي څاڅکي نه  سیلاب جوړیږي *** چې ظلم زیات شي انقلاب جوړیږي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close