تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ يو ځل بيا جګړه پيل شوې

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی۲۴ زرغون خوږیاڼی

نن مازدیګر شاوخوا ۴ بجې یو ځل بیا د افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوه، چې په کې د سپکو او درنو وسلو د ډزو اوازونه اوریدل کیږي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله رسنیو ته ويلي چې د دوشنبې په مازیګر شاوخوا څلور بجې پاکستاني ملېشو یو وار بيا د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه پيل کړ، چې هم مهاله نښته رامنځته شوه.

خوګياڼي وايي نښته اوس هم روانه ده خو په خبره يې ډېره شدیده نه ده او خال خال ډزې روانې دي.

تر اوسه د یادې جګړې  د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د افغان سرحدي پولیسو مسولین وايي: پاکستاني ځواکونو له وړاندې نه جګړې ته اراده درلوده ځکه دوه ورځې وړاندې يې د ډیورنډ کرښې صفري نقطې ته درنې او سپکې وسلې انتقال کړې وې.

افغان چارواکي ادعا کوي، چې د تېرې شپې په جګړه ۲۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي او افغان لورې ته۱ سرحدي پولیس وژل شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې لومړۍ نښته تیره شپه په یاده سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د تورخم په صفري نقطه کې دروازه ولګوي، خو د افغان امنیتي ځواکونو له لوري يې مخنیوی وشو، چې نښته رامنځته شوه.

ځیني افغان امنیتي سرچینو ازادۍ راډیو ته وویل چې په تورخم کې د پاکستان د یرغل په اړه به کره اسناد ملګرو ملتونو ته وسپاري.

بلخوا د ملي دفاع وزارت وايي: چې ملي دفاع وزارت پر پوله د پاکستاني تاسيساتو جوړولو د مخنيوي په موخه جدي تدابير نيولي دي او هیڅ هیواد ته به د خپلسرو تاسیساتو جوړولو اجازه ور نه کړي.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر ته کلک اعتراض کړی او ویلي يې دي، چې افغانستان تیر هوکړه لیک ته ژمن دی او پر سوله ییزو لارو چارو ټینګار کوي او له پاکستاني لوري تمه لري څو له دیپلوماتیکو لارو یاده موضوع حل کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close