توره شپه ده ډېوه مړه ده

ابراهیم صیاد

دېوالونه نړېدلي

آه نري نري زګېروي دي

ماشومان ایرې ایرې دي

که په خاورو کې غمي دي

وخ الله الله نعرې دي

توره شپه ده ډېوه مړه ده

هله مورې اوبه راکړه

خور ویل وروره هغه مړه ده

خورې ته خو به یې روغه؟

خورې زه خو نور مړ کېږم

وروره زه هم ستا په شان یم

وروره وینو کې لمبېږم

وړوکی ورور مې هم شهید دی

په زانګو کې ویني ډنډ دي

ښکاري سر کې یې چره ده

په وېښتو کې ویني ډنډ دي

آه د پلار مې زنکدن دی

د سلګو غږونه اورم

بلې خور زبون وهلی

د سلګو غږونه اورم

لوڅې پښې په منډه راغله

وریندار هم په وینو سره ده

انا هم په حویلۍ کې

په سرو وینو کې پرته ده

کړي تینداره مې ستاینې

ښکاري تره مې هم شهید شو

د لالا مې اواز ورک شو

اخ وراره مې هم شهید شو

هله راغله راپیاد شو

هله سپي هم ورسره دي

خپل مو مخکې ترې روان دی

او پردي هم ورسره دی

یوه بل ته تبریکي کړي

په انګلش پارسي پښتو کې

لا یې زړونه ساړه نه دي

لا یې ګوتې په ماشو کې

د بارودو په لوګو کې

تصویرونه له مونږ باسي

عزرایل وي ستړی شوی

چې روحونه له مونږ باسي

د دې شپې دغه کیسه وه

د دې شپې داسې بیان و

د صیاد قلم عاجز و

کنې لوی د غم داستان و

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close