توره ورځ، که دسپین سهار زیری؟ / نعمان لطیف

نعمان لطیف

۷م اکتوبر د افغان تاریخ توره ورځ ده مگر یؤه خبره چې زیاته ډاډ بښونکې ده هغه دا ده چې هر تورتم پسې رڼا یقیني راتلونکې وي

یؤه ورځ مې همدا خبره هغه پلار ته وکړه چې په همدې ورځې پیل شوي وحشت دری ځوان اولادونه ترې اخیستي دي ، غمجنه موسکا ئې وکړه؛ وایي په همدې عقیده او تمه یم چې زما د اولادونو وینې به نه ضائع کیږي او هر یو څاڅکی به ئې هرو مرو دظلم تورو تیارو کې د څو سر وهلیو مظلومانو په لاس د بلېدونکېو ډېؤو لپاره درڼا تېل شي

نن هغه پلار هم شهید دی او له ۷م اکتوبر د رالوتي وحشت توپاني څپو دیؤه کمکي لمسي سره په ابدي خوب ویده کړی دی خو ښکاري داسې چې وړاندوینه ئې رښتیا کیدونکې ده

امریکایانو جگړه بایللې ده او کابو ټولې نړۍ منلې ده چې امریکایان په افغانستان کې مات دي

دتېرې میاشتې په ۹مه د المان شپېگل مجلې د لیکوال ‘کلاوس من’ څېړنیزه او په حقائقو ولاړه لیکنه خپره کړې ؤه

دکلاوس من دلیکنې څو مُهم ټکي داسې دي:

ا ـ طالبان په چټکئ سره پر مخ روان دي.

ب ـ امريکایان په افغانستان کې مات شوي دي.

ج ـ ناټو د امريکايي مامورينو او د (crisis) گروپ په حواله مني چې امريکا لکه انگلستان او دپخوانی شوروي اتحاد په څېر هيڅ موفقيت نه دی تر لاسه کړی او د افغانستان نیمایي خاوره دطالبانو په ولکه کې ده.

امریکایانو یواځې تېره میاشت پر افغانانو تر ۴۵۰ زیات بمونه ورؤلي دي چې له امله ئې لسگونه بېگناه افغانان په شهادت رسیدلي دي

افغانان عجیبه خصلتونه لري ، له بمونو او مرگونو خو یو مخ وېره نلري ، هېښؤنکې داده چې کله ظلم ورسره کیږي، تر هر ظلم وروسته دظالم خلاف ئې تعداد زیاتیږي، او مقاؤمت ئې غښتلی کیږي

یؤې مشهورې المانۍ ورځپاڼې (Frankfurt allgemeine) دپرون په گڼه کې د یؤه افغان عسکر سره مرکه کړې ده

شیرمحمد چې دډاکټر غني په نظام کې عسکر دی یادې ورځپاڼې ته ویلي دي: له کومې ورځې چې طالبانو جنگي تاکتیک بدل کړی دی موږ داسې مړه کيږو لکه هوايي مرغان …..》

دا هم هغه جگړه ده چې پیلؤنکو (امریکایانو) ئې په پیل کې په خورا مغرورانه اندازه وویل:

طالبان دوې لارې لري؛ مړه کیدل یا تسلیمېدل. اوس اتلس کاله وروسته حالات عکس روان دي او همهغه دوې لارې امریکایانو ته پاته دي

امریکایان په تېښته دي، ډاکټر غني یې د ایسارؤلو لپاره وروستۍ هڅې پیل کړي دي. دبدخشان دزیر بناء ذخائرو خائنانه تړونونه مُغرضانه دي او دلته د امریکایانو دمېشت کیدو وروستۍ هڅه ده. ډاکټر غني غواړي دسوداگر ټرمپ وږې سترگې د افغانستان په لایتناهي زیربناء ذخائرو ښخې کړي ترڅو دلته پاته کیدو ته زړه ښه کړي خو ددوی دا هڅې ناکامې دي او امریکایان به ناکام او مات گوډ له دې هېواده تښتي

لکه څنگه چې دطالبانو مشر دجگړې په پیل کې وړاندوینه کړې ؤه؛《پرېږدئ چې ټول کفار په گډه راشي. اوس که امریکا ماته کړو سبا به بل زرؤر راځي، چې هغه مات کړو بیا به بل راځي. ټول دې په گډه راشي، موږ به په الٰهي نصرت ټول له مخې ماتؤو ان شاءالله》

په افغانستان کې د امریکایانو پرېکنده ماتې موږ ته درڼا دا زیری راکوي چې پس له دې به هیڅ کوم ښکرؤر زموږ پر حریم دتجاؤز سوچ هم ونکړي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close