تور ښامار

له زهرو ډکه خوله يې ماته شوله - د زهرو غاښ يې مات له زاره ولوېد

بدر غرنی

ښکاري چې ولوېده‌ له کاره‌ ولوېد

راپرېوت‌ تور ښامار له واره ولوېد

 

د تېرو غشو او د تورو په‌ ‌خرپ

نسکور شو اوس له شڼهاره ولوېد

 

له زهرو ډکه خوله يې ماته شوله

د زهرو غاښ يې مات له زاره ولوېد

 

ها د ثيمر  په بچو  روږدی  خوني

په توره غوڅ له دنګ چناره ولوېد

 

راغلی‌ ښکار ته د سور‌ سترګي باز ؤ

سترګې ترې باز یوړې له ښکاره ولوېد

 

سمه او غر ورته لیندۍ د غشو

په تیندکو درومي په لاره ولوېد

 

فرهادي‌ عزم مات په خړ کولنګ کړ

د غره په‌ څېر ؤ په‌هواره‌‌ ولوېد

 

له تیارو وځي روڼ سهار به بدره

د تورو شپو چې له حصاره‌ ولوېد

 

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close