توغندیو د کابل ښار ولړزاوو

کابل ټکی کام ۳۰لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له سیمې څخه همکار خبر را کوي چې څو شېبې وړاندې شاوخوا ۹بجې د کابل په وزیراکبر خان باندې توغندي ولګېدل، خو لا تر اوسه پورې نه ده مالومه چې څومره مرګ ژوبله یې اړولې، او له کوم لوري څخه توغول شوي دي.
امنیتي چارواکو منلې ده چې نن دوشنبه د شپې شاوخوا پر ۹بجو باندې توغندیو د کابل ښار ولړزواوو.
دوی وایي، لږ تر لږه ۳توغندي په کابل ښار لګېدلي دي، چې دوه توغندي یې د وزیر محمد اکبر خان په سیمه کې لګېدلي دي.
کابل په داسې حال کې توغندي لړزوي چې څو ساعته وړاندې ماسپښين د پروان د بګرام ولسوالۍ اړوند د باجوړیانو په سیمه کې چې د کابل په ۵۰کیلو مترۍ کې واقع ده، د امریکايي عسکرو پر غونډځای باندې سرتېری برید شوی دی، چی امریکایی عسکرو ته یې درنده مرگ ژوبله واړوله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close