تيره اوونۍ: د ګډو ځواکونو عملیاتو کې اووه ځلې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورتاژ: الماس خدرخېل — له تيرو څو مياشتو راهيسې په هېواد کې د ګډو ځواکونو- او ځانګړو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې ډيروالی راغلی چې تر ډيره پکې ملکي وګړي په نښه کېږي، په دغه راپور کې يواځې د تيرې اوونۍ د ګډو ځواکونو عملیات او پکې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات راخيستل شوي دي.

د تيرې سې شنبې د وږي مياشتې د اووه ويشتم په شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت خوګياڼيو ولسوالۍ په وډيسار سيمه کې عمليات وکړل چې د ځايي اوسېدونکو او سيمه ييزو مسوولينو په وينا د ګڼو کورونو دروازې يې په بمونو والوزولې، دوه کورونه يې په مکمله توګه ويجاړ کړل، له خلکو يې قيمتي توکي او پيسې يوړ هم يوړې.

د کلي خلک وايي، په دغه عملیاتو کې شپاړلس ملکي وګړي ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول چې طالبانو هم ياده مرګ ژوبله تاييد او د ګډو ځواکونو ياد عملیات يې وحشت او جنايت وباله.

همدارنګه د وږي مياشتې نهه ويشتم د پنج شنبې په شپه ګډو ځواکونو يو ځل بيا د ننګرهار ولايت شيرزادو ولسوالۍ په پيټلاو سيمه کې عمليات وکړل چې د سيمه ييزو اوسېدونکو په وينا ورانی ویجاړی يې رامنځته، قيمتي مالونه يې چور او لس تنه کليوال يې په شهادت ورسول.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼي هم پېښه تاييد کړه خو د جزياتو له ورکولو يې ډډه وکړه.

د وږي مياشتې په نهه ويشتم د پنج شنبې په شپه ګډو ځواکونو د پکتيا په څمکنیو ولسوالۍ کې عمليات او بمباري وکړه چې پر مهال يې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

د څمکنيو ولسوال عيد محمد احمدزي وويل، بهرنيو ځواکونو د يادې ولسوالۍ مربوط په نوزي دره کې بمباري کړې چې په ترڅ کې يې درې ملکي وګړي وزأ شوي او لس تنه نور ټپيان دي په وينا يې په ټپيانو کې کوچنيان او ميرمنې هم شامل دي.

دغه راز د وږي مياشتې په ديرشم د جمعې په شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت شيرزادو ولسوالۍ په سرخاب سيمه کې د مياګانو په کلي کې عملياتو وکړل چې ترڅ کې يې د سپين ږيو او کوچنيانو په ګډون نږدې شل ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واړوله چې له ډلې يو تن ډاکټر تاج محمد د ننګرهار د طب پوهنڅي محصل هم و.

همداراز ګډو ځواکونو وړمه شپه د تلې مياشتې په لومړۍ نيټه د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ اړوند د بدراب په سيمه کې د واده د مراسمو پر مهال شپني عمليات او هوايي بریدونه وکړل چې ګڼ ملکي وګړي يې په شهادت ورسول او یو شمير نور يې ټپيان کړل.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو رسنيو ته وويل، عملیات د بهرنيانو او دولتي ځواکونو ګډ په هغه کور ترسره کړي چې د واده مراسم پکې روان و زياتوي وروسته د الوتکو له لوري بمباري وشوه چې د ميرمنو او کوچنيانو په ګډون پکې نهه تنه کليوال ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.

ځايي اوسېدونکو وويل، د واده مراسمو ته يواځې د کلي خلک راټول شوي و او هيڅ کوم وسله وال کس پکې شتون نه درلود.

طالبانو دغه ټولې پېښې د افغان او بهرنيو ځواکونو جنايات او وحشت بللي خو تر اوسه په دې اړه دولتي چارواکو، د بشري حقونو دعوه کوونکو ادارو، يا امريکايي مسوولینو هيڅ نه دي ويلي.

نورې دوه پېښې چې د افغان ځواکو د هاوان مرميو له کبله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې لومړی يې د وږي مياشتې په شپږ ويشتمه نيټه د پکتيکا په وړممۍ ولسوالۍ په سيدخيلو سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډ،ن اته تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني ياده مرګ ژوبله تاييد کړه.

د هاوان مرمۍ دوهمه پېښه د روزګان په مرکز ترينکوټ کې د ملي اردو ځواکونو له لوري د هاوان مرمۍ توغول و چې له کبله يې اوو تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د روزګان د مرکزي روغتون رئيس ډاکټر امين الله توخي وويل، د مرکز مربوط د ابردي سيمې څخه چې هاوان مرمۍ بکې لګېدلې وه اووه ماشومان راوړل شول چې پنځو يې ژوند له لاسه ورکړ او دوه تنه سخت ټپيان دي.

د سيمې اوسېدونکو وويل، دغه هاوان مرمۍ د ملي اردو ځاکونو له خوار پر کلي وار شوې چې پر یوه کور ولګېده او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.

دا ټولې هغه پېښې دي چې هره اوونۍ ورسره د هېواد په بيلابيلو سيمو کې ملکي وګړي مخ دي خو په اړه يې د بشري حقونو دعوه کوونکي، د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې، رسنۍ، راډيو ګانې او امنيتي مسوولین هيڅ هم نه وايي.

په ننګرهار او يو شمير نورو سيمو کې ولسي وګړي وايي، که د ګډو ځواکونو عمليات همداسې دوام پيدا کړي نو لرې نه ده چې خلک به ولسي پاڅون ته اړ او د هغوی پرضد به پر وسله وال پاڅون لاسې پورې کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close