تيره يووه اوونۍ، د طالبانو او امريکا مذاکرات

راپورتاژ: عبدالرحمن

د فبرورۍ مياشتې په “۲۵” نيټه د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو او امریکايانو تر منځ د خبرو پنځم پړاو پيل شو.

دغه خبرې چې دو شنبې، سې شنبې او چهارشنبې په ورځ وشوې وروسته دوه ورځې وقفه پکې راغله او د دواړو خواوو (امریکا او طالبانو) په موافقه د دو ورځو (پنجشنبې او جمعې په ورځ)د دمې او مشورو لپاره وځنډيدې .

له دغه خبرو وروسته د افغانستان سولې په تړاو د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په خپله ټویټرپاڼه وليکل: په قطر کې مو له طالبانو سره  درې ورځې مجلسونه وکړل. دا خبرې ګټورې دي. په دوامداره توګه د یوه تفاهم او بالاخره سولې پر لوري  په قراره ګامونه اخلو، او اوس به دا دوې ورځې په خپلمینځي سلا مشورو باندې تیرې کړو. موږ به د شنبې په ورځ بیا سره خبرې پيل کړو.

خليلزاد ليکلي و، ټول څلور عمده مسائل لا هم تر بحث لاندې دي چې په راتلونکو ورځو کې به خبرې پرې وشي.

هغه په کابل کې د یو ملي او سراسري ټيم د جوړولو په برخه کېد پرمختګ خبر ورکړ څو له طالبانو سره خبرو لپاره اماده وي.

دوه ورځې وروسته بيا خبرې پيل شوې چې د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې وليکل، د امريکا د دفاع وزارت د نوي پلان له مخې به له درې تر پنځو کلونو پورې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه وځي چې دغه پلان طالبانو ته وړانديز شوی دی.

نيويارک ټايمز د نيمو عسکر د ژر وتلو خبر ورکړ او پاتې عسکر به افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي.

د طالبانو او امريکا تر منځ د پنځم پړاو خبرو کې چې لا هم روانې دي ځينو رسنيو راپور ورکړ چې د طالبانو او امريکا تر منځ پر يوې مسودې توافق شوی چې د مؤقت حکومت جوړول او انتخابات هم پکې شامل دي.

خو له دغه راپورونو وروسته طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوه وضاحت ليک کې ويلکی، چې په دوحه کې د مذاکراتو روان بهیر په تدریج سره مخ پر وړاندې ځي، دا چې موضوع ډیره مهمه او حساسه ده، په هغه اندازه په محتاطانه ډول پرمخ ځي، د تیرې جنوري میاشتي په مذاکراتو کې د اشغالګرو ځواکونو په وتلو او د چا پرضرر د افغان خاورې په نه کارولو هوکړه شوې وه؛ خو داځل په مذاکراتو کې د همدې دوو موضوعاتو په جزئیاتو او څرنګوالي خبرې جریان لري.
د یادونې وړ ده چې لا تراوسه پورې په کومه مسوده او سند باندې توافق ندی راغلی.
دغه طالبانو يو ځل بيا په ټينګار سره وويل، چې د مذاکراتو په روانو ناستوکې نه په مؤقت حکومت خبره شوې، نه په انتخاباتو او نه هم تر اوسه پورې امریکایي لوري داسې کوم وړاندیز کړی چې څلور یا پنځه کاله به نور هم په افغانستان کې پاته کیږي.
مجاهد وايي، په اوسنۍ ناسته کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو، د وتلو په څرنګوالي او دا چې له افغان خاورې به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پيښږي خبرې شوي دي.

طالبانو د خبرو په جريان کې ويلي، د دې امکان شته چې په دغه خبرو کې امريکا او طالبان يوې موافقې ته ورسېږي.

طالبانو سره د سولې دغه پړاو خبرې په دې مهم بلل کېږي چې د اسلامي امارت سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر هم قطر ته ورغلی او په ځينو بحثونو کې يې ګډون کړی دی.

نن شپږمه ورځ ده چې لا هم امریکايي او طالب استازي سره جرګه دي خو د بحثونو په اړه يې تازه جزيات نه دي په ډاګه شوي.

د طالبانو او امريکايي سرچينې وايي، چې د دواړو خواوو په خبرو کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو کې پرمختګ شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close