تګاب: امریکایانو د سیمیزو پولیسو پوستې بمبار کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲)

راپورونه وایي چې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اړوند د نوروز خیلو سیمه کې امریکایی ځواکونو د سیمیزو پولیسو پوستې بمبار کړې.
خبر زیاتوي، په دې بریدونو کې څو پوستې په نښـه شوې چې شاوخوا ۲۰ سیمیزو پولیسو (اربکیانو) ته په کې مرګ ژوبله اوښـتې.
د سیمې خلک وایي، تر اوسه یې د ۸ اربکیانو جسدونه موندلي او د نورو لټه روانه ده.
د دوی په وینا چې په بمبار کې ۱۲ اربکیان ټپیان شوي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په یاده ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پر کورونو هم بمبارۍ وشوې چې د یوې کورنۍ ۱۸ تنه چې زیاتره یې ښځې او ماشومان وو، په کې ووژل شول.
د والي ویاند ټول وژل شوي ملکیان وسلوال طالبان بللي وو.

د یادونې وړ ده چې امریکایانو په دې وروستیو کې پر ملکي خلکو، و ولسي میشت ځایونو ،وسلوالو طالبانو سربیره د خپلو افغان ملګرو پر پوستو هم بمباریو ته زور ورکړی،  خو افغان حکومت یې پر وړاندې د هیڅ غبرګون جسارت نه دی کړی.

شنونکي یې لامل د امنیتي تړون هغه ماده بولي چې له افغان حکومت نه په کې د امریکا جرایمو د څیړنې او غندلو حق اخیستل شوی دی.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close