تیره میاشت امریکایانو پر افغانانو ۸۴۱ بمونه غورځولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۰)

امریکایي رسنۍ د دفاع وزارت “پنټاګون“ له قوله وایي چې امریکایي ځواکونو په تیره سپټمبر میاشت کې پر افغانانو ۸۴۱ بمونه غورځولي دي.

د رسنیو له قوله امریکایي الوتکو په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا ۲۸ بمونه اورولي چې دا شمیر د اګسټ له میاشتې یوڅه زیات ښوودل شوی.
خبر زیاتوي،په اګست میاشت پر افغان ولسونو شاوخوا ۷۱۵ بمونه امریکایي الوتکو اورولي وو.

د دې بریدونو په پایله کې زرګونه افغان ولسي خلک چې زیاتره برخه یې ښځې او ماشومان تشکیلوي ،وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان دي.
د اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت تر اوسه د دې پراخو بریدونو پر وړاندې د هیڅ کوم اعتراض جرئت نه دی کړی او د بشري حقوقو،بښنې نړیوال سازمان، او نورو بشري ټولنو او اسلامي هیوادونو یې هم په تړاو خپله مرموزه چوپتیا لا نه ده ماته کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close