تیره میاشت د ۱۸ میرمنو او لسو ماشومانو په ګډون ۲۳۵ ملکي کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۴)

دطالبانو اړوند د ملکي تلفاتو د مخنیوي کمیسیون په یوه خپاره کړي راپور کې ویلی چې تیره سپټمبر میاشت د ولسي خلکو لپاره خورا بوږنونکې میاشت وه چې په کې امریکایي او افغان ځواکونو په ګډه د افغانانود قصدي عام وژنې پروسه په ډير وحشت سره روانه کړې وه.

راپور زیاتوي؛ په دغه میاشت کې په ننګرهار ، لوګر ، لغمان، پکتيا، هلمند، کاپيسا، میدان وردګو، کندهاراو کابل ولایتونو کې (۲۳۵) ملکي کسان شهیدان شوي، چې په دې جمله کې ۱۸ميرمنې او(۱۰) ماشومان هم شامل دي.

دغه راز په همدې میاشت کې ۱۶۲ عام وګړي ټپيان شوي چې له ډلې یې ۸ تنه هم ماشومان وو.

په راپور کې راغلي؛ ګډوځواکونو په سپټمبر میاشت کې (۳۰) بابه ملکي کورونه، (۲۲) شخصي موټرسیکلان، (۵) عرادې واړه موټران اویوه عراده غټ مازدا موټر، ۱۷۹۰مثمرې ونې او خورا ډير زراعتي فصلونه او باغونه یې تخریب کړی دي.

طالبان وایي، چې وخت پر وخت یې د دغه ډول پیښو او بشر ضده جنایاتو راپورونه رسنیز او ژغ یې تر بشري اداراتو رسولی، چې په وینا یې “تراوسه کوم لوري د دې جنایاتوپه مخنیوي کې کوم مثبت اقدام ندی کړی“
طالبانو ټولې هغه پیښې غندلې او بشر ضده جنایت یې بللی چې ملکي افغانان په کې هدف ګرځول کیږي، او متضرره کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.

باید وویل شي چې حکومت او بهرنیان ډیرکله د ملکي تلفاتو د اوښتلو اړوند چوپتیا ښکاره کوي، خو کله چې بیا د دغو تلفاتو پخلی کوي نو پړه یې خپله مني او د بهرنیانو لاس درلودل په کې ردوي.

ملګرو ملتونو هم د ملکي افغانانو د ټولوژنې پر بوږنونکو خبرونو اندیښنه ښوودلې او له ښکیلو غاړو یې غوښـتي څو د ملکي افغانانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د افغانستان حکومت او بشري حقوقو ادارې تر اوسه په دې تړاو کوم د کوم غـبرګون جسارت نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close