تیونس له جرمني نه د ابن لادن شخصي ساتونکي غوښتی

 

د تونس یوه محکمه غواړی د القاعدة تنظیم د پخواني مشر اسامة بن لادن یو شخصي ساتونکی نه تحقیق واخلي، د ابن لادن شخصي ساتونکی د تونس هیواد تبعه دی او سامي العیدودي نومیږي. نوموړی دا شل کاله کیږي چې جرمني کې اوسي.

تونس کې د تروريزم ضد محکمې ویاند سفيان السليطي وویل: موږ سامي العیدودي په رسمي ډول له جرمني نه غوښتی دی او هغوی راسره منلې ده، کله چې نوموړی هیواد ته راورسیږي تحقیق ته به سپارل کیږي. د يادوني وړ ده جرمني پولیسو تونس سره د سامي سپارلو موافقې په مهال پر تونس شرط ایښی چې هغه به زوروي نه او انساني چلند به ورسره کوي.

سلیطي وویل: نوموړي افغانستان کې عسکري زده کړې ترلاسه کړې دی، وروسته د القاعده تنظیم د مشر اسامة بن لادن شخصي ساتونکی او باوري کس پاته شوی دی او له دې سره جرمني کې هم هغه ځیني تروریستي کړنې ترسره کړې دی.

سامي العیدودي په کال: 1997م کې له تونس نه جرمني ته د زده کړو لپاره تللی و، بیا له جرمني نه افغانستان ته ولاړ، هلته په کال: 1999م کې د القاعده په تنظیم کې داخل شو او بیا د القاعده د پخواني مشر اسامة بن لادن شخصي ساتونکی وټاکل شو او د یولسم سيپټمبر له پېښو وروسته بېرته جرمني ته ستون شو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close