تیږه ماتونکی دې د تیږې ماتولو پر مهال لیدلی؟

عزیر اسدخیل

یوه حکیم خپل زوی ته وویل:
تیږه ماتونکی دې د تیږې ماتولو پر مهال لیدلی؟
هغه وویل: هو!
حکیم وویل: کله دې لیدلي چې په جَبَل سره پر تېږه بیا بیا گوزارونه کوي او کله کله خو يې گوزارونه ان سلو ته رسیږي، خو په تیږه کې وړوکي چاود هم نه ویني؟
هغه وویل: هو، لیدلي مي دي.
حکیم وویل: هغه وروستی گوزار دې هم لیدلی چې ورسره سم تیږه ماتیږي؟
هغه وویل: هو!
حکیم وویل: زویه ! پر دې باید پوه شې چې همدا د مخکنیو گوزارونو برکت و چي د تیږې ماتوونکي د کار پایله يې معلومه کړه، نه د وروستني گوزار.
یعنې که تیږه ماتوونکی نهیلی شوی او وروستی گوزار يې نه وای کړی، تیږه به هیڅکله نه وای ماته شوې!
ډیری خلک ځکه د خپلو کارونو ښې پایلې له لاسه ورکوي او ناکامیږي چې له نیمې لارې بیرته را گرځې او د پایلې تر معلومېدو او مېوې پخیدو مخکې پرې نهیلي برلاسې کیږي!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close