جاغوري: د سلګونو کمانډویانو له مقاومت سره همهاله،طالبان پرمختګ کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۰)

په داسې حال کې چې له پلازمینې کابل او له ننګرهار ولایت څخه سلګونه کمانډویي سرتیري د غزني جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد جګړې ته استول شوي او د درنو وسلو سربیره له د ناټو ځواکونو له پراخ هوایي ملاتړ نه هم برخمن دي، تازه راپورونه وایي چې په دغه جګړه کې تر اوسه لسګونه کمانډویي عسکر او د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.
د غزني د ولایتي شورا غړې فاطمه رحیمي د هشت صبح ورځپاڼې ته ویلي، د جاغوري ولسوالۍ په «حوتقول» سیمه کې د ځانګړو “کمانډو“ ځواکونو یوویشت(۲۱) سرتیري وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي.
نوموړې وایي، سیمې ته بې شمیره کمانډویان رسیدلي ، خو د د دغو ځواکونو ډلییزې وژنې د نورو عسکرو پر مرال منفي اغیز کړی او هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

طالبانو ویلي، په تیرو پنځو ورځو کې یې په دغه ولسوالۍ کې ۵۷ تنه امنیتي سرتیري وژلي او ګڼ شمیر نور ژوبل دي.

طالبان وایي، تر دې مهاله یې په دغه ولسوالۍ کې یوه قرارګاه او ۱۹پوستې نیولې او دغه راز یې ۶۱ میله سپکه او درنه وسله، ۷ عرادې موټر، ۲ د شپې دوربینونه ، ۸ لیزرونه او په لوی شمیر مختلف النوع وسلې او مهمات یې هم لاسته ورغلي دي.
په ورته وخت کې د غزني په مالستان ولسوالۍ کې هم تونده جګړه روانه ده او امنیتي ځواکونه شاتګ ته اړ شوي دي.

طالبانو له وړاندې پر سیمیزو خلکو ژغ کړی چې دوی یواځې له دولت پلوه ځواکونو سره کار لري او عام خلک دې د دوی پر وړاندې له مقاومت نه ډډه وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close