جان باس: ټاکنې امریکایي نه دي، یواځې ۲۰ مشاورین په کې لرو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۷)

د امریکا سفیر د طالبانو او نورو سیاسي مخالفینو د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د ټاکنو د برخلیک واک یې امریکا ته منسوباوو ، ویلي؛ ټاکنو کې لاسوهنه نه کوو.

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس ویلي“ټاکنې داسې بهير دی چې په ترڅ کې يې افغانان په ګډه خپل برخليک ټاکي.“

نوموړي اعتراف کړی چې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې یې شل(۲۰) مشاورین ټاکلي، څو افغان چارواکو ته په دې برخه کې سلا مشورې ورکړي.
نوموړي دغه راز د طالبانو د پیغام په غبرګون چې په ټاکنیزو منډوترړو یې د بریدونو ګواښ کړی و، ویلي؛ په ټاکنو بريد په افغانانو بريد دی.“
جان باس ویلي، امریکا ته دغه پروسه تر هرڅه اولویت لري او جدي څارنه او ساتنه به یې وکړي.

نوموړی داسې مهال داڅرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې د یو شمیر هیوادونو سفارتونو هڅې پیل کړې چې خپل د خوښې وړ نوماندان سپوټ کړي او تر ولسي جرګې یې ورسوي.

طالبانو ویلي د دغې پروسې برخلیک به امریکایي لوری ټاکي او له ولسونو یې غوښتي چې په ټاکنو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.
طالبانو پر دې پروسه د بریدونو د ګواښ سربیره پر ولسونو ژغ کړی، چې رایې ته یې هیڅ کوم اهمیت نه ورکول کیږي نو باید دا پروسه تحریم کړي.

بلخوا په کابل کې تر سره شوې یوه سروې کې ویل شوي چې ۶۰ سلنه افغانان پر دغه پروسه بې باوره دي.

په دغه سروې کې تر اتیا(۸۰) سلنه ډیرو لوستو خلکو ګډون کړی چې له ډلې یې ۶۰ سلنه ګډونوالو ويلي چې د ټاکنو پر بهير بې باوره دي او ۴۰ سلنه نور يې په اړه اندېښمن دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close