جان سُپکو: افغانستان لپاره ورکړل شوې پيسې په دوبۍ او امریکا کې د کورونو په رانیولو لګول شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۳۱)

د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکايي مرستو د څار ادارې مشر جان سپکو وايي، امريکا په افغانستان کې ډيرې پيسې لګولي خو د دغه پيسو زياته برخه ضایع شوې ده.

نوموړي د کاناډا ټورنټو سټار ورځپاڼې ته ويلي، هغه پیسې چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ورکړل شوې وې زیاته برخه يې په بهر کې بانکي حسابونو ته لوېدلې دي، په دوبۍ، د امریکا په ویریجینیا او د کاناډا په وانکور ښارونو کې پرې کورونه اخيستل شوي دي.

د سیګار مشر ویلي، له کله چې امریکا په افغانستان کې جګړه پیل کړه له هغې راهيسې اوولس کاله تير شول، خو دا هېواد لا هم له ستونزو سره مخ دی، د افغان  ځواکونو ظرفیت تر سوال لاندې دی، اداري فساد شته، نشه يي مواد تر ټولو زيات توليديږي.

سپکو يادې ورځپاڼې ته ويلي، د کاناډا د ۲،۲ ميليارده ډالرو د لګولو سربيره نړيوالې ټولنې افغانستان کې دومره پيسې لګولي چې دغه هېواد يې د هضمولو توان نه درلود خو د دغه پيسو زیاته برخه ضایع شوې، بايد په دې اړه پراخې پلټنې وشي.

 د سيګار مشر ويلي،افغانستان لا هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی چې د مالي فساد په شمول، په ځینو ستونزو کې يې متحده ایالات هم لاس لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close