جان کري راتلونکې اونۍ مسکو ته ځي

کابل ټکی کام ۲۶کب/۱۳۹۴، سمسور ګیلاني
د امریکا د کورنیو چارو وزیر جان کري وایي، چې راتلونکې اونۍ به مسکو ته ځي، او د سوریې څخه د روسي قواوو د وتلو په هکله او د سیاسي پروسي د انتقال په هکله به خبرې کوي.
کري پرون وویل، چې په دغه سفر کې به د روسیې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره خبرې اترې وکړي، او ارزومند دی، چې د سوریې د سولې پروسه به نوره هم پراخه کړي.
هغه زیاته کړه، چې په دغه پروسه کې دوی یوې مهمې مرحلې ته رسېدلي دي.
د امریکا د کورنیو چارو وزیر د خپل سفر له اعلان څخه مخکې د روسیې جمهور رئیس پوتین له سوریې څخه د خپلو قواوو د اوباسلو اعلان وکړ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close