جاپان افغانستان سره د ۱۹ ميليونه جاپاني پيسو مرسته کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۰) الماس خدرخېل

د جاپان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چې دغه هېواد به له افغانستان سره د ۱۹ ميليونه جاپاني پيسو “ين” مرسته کوي.

دا څرګندونې تېره ورځ د جاپان د بهرنيو چارو وزير د ګډ حکومت د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله سره د خبرو پر مهال وکړې او زياته يې کړه، چې جاپان به يادې نقدې پیسې د اداري فساد په وړاندې مبارزې او د راستانه شويو کډوالو لپاره افغان حکومت ته ورکړي.

په ورته وخت کې د ګډ حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله وايي، چې جاپان هېواد غواړي د ايران چاپهار بندر کې پانګونه وکړي، ترڅو افغان دولت له همدې پانګونې اقتصادي استفاده وکړي.

جاپاني چارواکي وايي، چي افغان سوداګر به وکولی شي د جاپاني تولیداتو څخه ګټه پورته کړي اوهم به د افغان دولت محصولات له همدې لارې څخه په ډیرې اسانۍ سره صادرکړي ،ترڅو د دې هیواد صادرات او واریدات دواړه په ګټه تمام شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close