جاپان: د امريکايي الوتکو جنګېدو پېښه کې اووه عسکر لادرکه دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۵)

د امريکا دفاع وزارت پنټاګان وايي، په جاپان کې يې دوه جنګي الوتکو ټکر کړی چې له کبله يې دواړه الوتکې نسکورې شوي او عمله يې لادرکه ده.

د پنټاګان څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې F18 ډوله او C1-30 ډوله الوتکو په هوا کې د تيل اچولو پر مهال ټکر کړی زياتوي په اف اتلس کې دوه او په سي ون کې پنځه تنه سپاره و.

د امريکا د سمندري پوځ چارواکي وايي، پېښه د عسکرو د تمريناتو پر مهال رامنځته شوې ده چې لا هم د ورکو شويو عسکرو د پيدا کولو عمليات دوام لري.

له بله پلوه د جاپان دفاع وزارت وايي ، په پېښه کې د ورکو شويو عسکرو له ډلې يو تن موندل شوی چې روغتيايي وضعيت يې ښه نه دی او د پاتې نورو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close