جاپان کې د امریکایي ځواکونو د بد اخلاقیو په غبرګون کې لاریونونه شوي

کابل ټکی کام ۰۳حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
په دې وروستیو کې پر رسنیو داسې خبرونه خپاره کړی شوي وو، چې په جاپان کې مېشت امریکایي عسکر له جاپانیانو سره بد اخلاقي کوي، پر مېرمنو جنسي تېري او نورې ناوړه کړنې کوي.
دا مهال د جاپان خلکو له دوشنبې ورځې د دغه هېواد د اوکیناوای په سیمه کې د امریکایي پوځیانو له نوې ودانۍ سره را غونډ شوي دي، او په پراخ لاریون یې لاس پورې کړی.
لاریون کوونکي له حکومت څخه د هغو امریکایي پوځيانو د محاکمې غوښتنه کوي، چې پر جاپاني مېرمنو یې جنسي تېری او نورې غیر اخلاقي کړنې کړې دي.
باید ووایو، چې په تېره اونۍ جسټین کاستلاوس نومي ۲۴ کلن امریکایي سمندري پوځي په یوه هوټل کې پر یوې جاپانۍ ښځې جنسي تېری کړى، چې بیا وروسته ونیول شو.
د یادولو ده، چې په جاپان کې د امریکایي ځواکونو په اډو کې ۵۰ زره امریکایي سرتېري مېشت دي، چې د دغه شمېرې نیمایي یې یوازې په اوکیناوي سیمه کې اوسیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close