جاپان کې ۷،۳ درجې زلزله شوې، د سونامې توپان خبرداری

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲) زرغون خوږیاڼی
د جاپان په فوکوشیما ښار کې د ۷،۳ درجې شدیده زلزله شوې، له زلزلې څخه وروسته حکومتي چارواکو د ښار اوسیدونکو ته په بیړنۍ توګه د وتلو لارښوونه کړې ده.
د جاپان د هوا پيژندنې ادارې چارواکو ویلي دي، چې له زلزلې وروسته د سونامې توپان راتللو وېره هم شته.
زلزله پر ځايي وخت سهار شاوخوا شپږ بجې شوې، چې مرکز یې د فوکوشیما ساحل ته څېرمه په ځمکه کې ۱۰ کیلومتره ژور ښودل شوی دی.
ویل کیږي، چې له زلزلې څخه وروسته د اونوهاما بندر ته د اوبو ۶۰ سانتي متره لوړه څپه ورسېده. د جاپان د هوا پيژندنې ادارې چارواکو ویلي دي، اټکل کیږي چې د اوبو دغه څپه په ټول ښار کې تر درې مترو پورې ورسېږي.
د جاپان د نیسان شرکت ویلي، په فوکوشیما کې یې د اټومي بټۍ کارونه درولي او د برېښنا شرکت د فوکوشیما اتومي بټۍ په څارنې بوخت دی، چې زلزلې خو به کوم زیان نه وي ور رسولی.
د جاپان ځايي پولیسو خلکو ته له دغه ښار څخه د وتلو لارښوونه کړې ده، ددوی په وینا په سیمه کې د سونامې توپان امکان شته، چې اوبه ښايي تر درې مترو راپورته شي.
په یاد ښار کې حکومتي چارواکو د اورګاډو او الوتکو د چلند ادارو ته د کاربندیز امر کړی دی.
په یاده زلزله کې دمرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.