جبار قهرمان د ژوند تر پايه د مسلمان ملت په خلاف د اشغالګرو په چوپړ کې

لیکنه؛ مل پاسوال میدانوال
هغه جبار چې د روسانو د اشغال په مهال د هغوی په چوپړ کې د قهرمانی لقب ګټلی و.
هغه چې د روسانو په امر او اشارو يې په زرګونو مسلمانې ميندې د وير په ټغر کېنولې .
هغه چې د زرګونو متدينو هېوادوالو کورونه يې کنډواله کړل.
هغه چې په زرګونو ماشومان يې د مور او پلار له ستر نعمته محروم کړل.
هغه چې په زرګونو هېواد وال يې هجرت او کډوالی ته اړ ايستيل.
هغه چې وحشت او فساد خپرولو کې تر هر چا زړه ور او باتور وو ،چې له همدې امله يې په کمه موده کې د کمونست ګوډاګي حکومت څخه آن د بريد جنرالی رتبه تر لاسه کړه.
هغه چې د مجاهدينو عمومي عفوې ځخه يې ناسمه استفاده وکړه، د نجيب د کمونستي نظام ړنګېدو نه وروسته يې هم نه الله تعالی ته توبه وکړه او نه يې له مظلومو او کړېدلو هېواد والو عفوه او معذرت وغوښته.
هغه چې د امريکايي يرغل پر مهال يې بيا د يو آزموده غلام په توګه د هغوی چوپړ ته ور ودانګل، حال دا چې د روسانو د اشغال په مهال يې مجاهد مومن ولس په دې پلمه شهيدانول چې تاسو د نړيوال ستر استعمار او مستبد استکبار (امريکې) له پلوي توب څخه برخمن ياست.
هغه چې امريکا اشغالګرو ته يې د يرغل او اشغال په اړه تر روسانو هم زيآته وفاداری وښوده.
هغه چې صليبی جنګ کې يې هم په زرګونو هېوادوال په بې رحمی شهيدان کړل، په زرګونو يې مهاجر کړل، د زرګونو کورونه او باغونه يې ور ړنګ کړل.
هغه چې د بزدله دښمن د مغلوبيت او شکست په مهال به اجيرو رسنيو له ده سره خواله کول او مورال بايللي اجيرانو ته به يې د ده په اوتو بوتو مرال ورکاوه.
هغه چې امريکايآنو ته يې د نورو ګوډاګيانو په پرتله د زيات اخلاص مظاهره د خپل حال په بيانولو سره کوله چې ګويا دی تل هدف پسې دی د هغوی مال او وسائلو ته غل نه دی، خائن او مفاد پرست نه دی، بلکې د هغوی د پلان او لارښوونې مطابق يې په مناسب ځای لګوي، چې دې سره يې مطلب له يرغلګرو څخه زيات اعتماد تر لاسه کول او په مد نظر موقف کې پاتې کېدل و.
هغه چې تل به يې په رسنيو کې د روسانو اشغال برحق توجيه کاوه او امريکايان به يې په افغان وژنه کې په سستۍ او ټکی تورنول.
هغه چې په مکارتوب او عوام فريبی کې به يې د غدار کمونست نجيب هکټونه او پېښې کولې، او هڅه يې کوله چې ‎ ملي، بين المللی او مذهبي مجرم ډاکتر نجيب له ټولو جنايتونو څخه بري کړي وښيي او ټولو جرمونو ته يې د قانونيت صبغه ورکړي .
هغه چې د افغانانو په ازار او اذيت يې هېڅ زړه نه يخېده او که زرکاله هم ژوندی وای نو مسلمان وژنه او افغان کړونه به يې مشغله و.
دا دی لله الحمد! د هغه جبار قهرمان د ظلم او وحشت ډک ژوند ته حقيقي جبار او قهار ذات جل مجده د مظلومو او دردېدلو مجاهدينو د ضرب په وسيله نور د پای ټکی کېښود.
ذوانتقام ذات جل جلاله د ظلمونو او وحشتونه د حساب او کتاب په خاطر بې يارو مددګاره لوڅ لنډغر خپل حضور ته کش کړ.
ای قادر ذاته! ته په هرڅه خبر يې! دېته اړتيا نشته چې څوک تا ته عريضه وکړي، خپل مظلوميت درته بيان کړي، ثبوتونه درته وړاندې کړي، زموږ په دې ايمان دی چې تا تراوسه د خپل حلم له مخې پريښی و او موږ دې هم پرې ازمويلو چې صبر مو په کومه پيمانه دی.
ای الله! په دې مو هم ايمان دی چې ظالمانو ته تر څو ستا مظلومان بندګان بښنه ونه کړي ته ورته بښنه نه کوې، بلکې د ذرې ذرې حساب ورسره کوې، له موږ مظلومانو سره چې دې وحشي فرعون صفته حشرې څه وکړل خاص په دې خاطر يې وکړل چې ستا رښتيني بندګي يې کوله د کفر، ظلم، وحشت او فساد مخالفت يې کاوه چې څومره ظلم د د ې ځناورو له لوري ورباندې شوی په همدې جرم شوی.
ای الله! ستا په بارګاه کې زموږ عاجزانه غوښتنه دا ده چې دغسې وحشيانو او ظالمانو سره د خپل قهر له مخې حساب وکړه، او د پاتې کفر خوښو ظالمانو له ظلم ، وحشت او فساد څخه دې کړيدلي ملت ته نور نجات ورکړې.
امين يارب العالمين

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close