جرمني افغانستان ته نور پوځيان رالېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۷) جرمني اعلان کړی چې د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې به افغان جګړې ته نور پوځيان راولېږي.

د جرمني د دفاع وزيرې اورزولافن در لاين تېره ورځ وويل، د دغې هېواد په کابينه کې پریکړه وکړه چې افغانستان ته به درې سوه نور پوځيان ولېږي.

جرمني اوس مهال په افغانستان کې ۹۶۳ خو ټاکل شوې ده چې دغه شمېره ديارلس تنه پوځيانو ته لوړه کړي.

د جرمني ځواکونه د غوڅ ملاتړ تر چوکاټ لاندې فعاليت کوي چې ډیره شمېره يې په مزارشريف او کابل کې ځای پرځای شوي او وخت ناوخت د طالبانو پرضد په عملياتو او هوايي بريدونو کې برخه اخلي.

د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ په ۲۰۱۷م کال کې وويل، چې په دغې هېواد کې به د ناټو ځواکونو شمېر له ديارلس زرو څخه شپاړلس زرو ته پورته کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close