جرمني: انګيلاميرکل وايي پر حجاب به بنديز ولګوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۱۷) الماس خدرخېل

انګيلا مرکل تېره ورځ په يوه غونډه کې ويلي، چې په جرمني کې به په مسلمانانو ميرمنو په حجاب بنديز لګوي.

انګیلا مرکل چې د سه شنبې په ورځ یې په ایسن ښار کې د خپل ګوند –د آلمان دیموکرات مسیحي ګوند- کلنۍ غونډې د وينا پر مهال په دغه هېواد کې د مسلمانانو ښځو پر حجاب د بنديز لګولو هوډ څرګند کړ او زیاته يې کړه، چې کوښښ کوي ترڅو له قانوني پلوه په حجاب بنديز ولګوي.

که څه هم د جرمني د کورنيو چارو وزارت د روان کال په اګست کې په مسلمانانو ميرمنو پر حجاب- چادرۍ بنديز ولږولو خو انګيلا مرکل بيا وايي¸چې د مخ پټول ورته د زغم وړ نه دي او دا د الماني کلتور خلاف کار دی.

بايد وويل شي، تر دې وړاندې د فرانسې، سويس، سويډن او يو شمير نورو اروپايي هېوادونو په خپله خاوره باندې په مسلمانانو ميرمنو پر حجاب او ټکري اغوستلو بنديز لږولی و.

دا په داسې حال کې ده، چې په يو شمير هېوادونو کې پر حجاب د بنديز لږولو پر سر مسلمانانو لاريونونه هم وکړل.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close