جرمني: د چړې بريد کې ګڼ کسان ټپيان شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳۰) د جرمني په شمال کې د ليوبيک په ښار کې يوه کس په خلکو د چړې وارونه کړي او څوارلس کسان يې پکې ټپيان کړي دي.

د ای بي سي نيوز رسنۍ د ځايي پوليسو له قوله ليکلي، چې بريد کوونکی ۳۴ کاله عمر لري، ایران الاصله جرمني دی چې له ډيرې مودې راهيسې په دغه هېواد کې اوسېږي او د جرمني تابعيت لري.

په ورته وخت کې ځينو رسنيو ته پوليسو، په بريد کې د ټپي شويو کسانو شمير لس تنه ښودلی زياتوي چې د درې کسانو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.

چارواکي وايي، بريد کوونکي په روان بس موټر کې پر مسافرو بريد وکړ چې د څوارلس کسانو له ټپي کېدو وروسته د نورو مسافرو له خوا پرې ګذارونه وشول او وروسته پوليسو ونيو.

چارواکي وايي، تر اوسه د بريد انګيزه نه ده معلومه او دا هم نه دي په ډاګه شوي چې نوموړی بريد کوونکی له کومې وسله والې ډلې سره اړيکې لري او که څنګه؟

تر دې مخکې هم د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې ورته ډول بريدونه شوي چې له کبله يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close