جرمني په افغانستان کې یو کال نور د خپلو پوځیانود پاتې کیدو خبر ورکړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۷) زرغون خوږیاڼی

 جرمني هېواد په افغانستان کې د ناټو ماموریت تر چتر لاندې د خپلو ۹۸۰ پوځيانو د پاتې کیدو خبر ورکړی دی.

 د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل هغه پریکړه تائيد کړې ده چې له مخې به یې ددغه هېواد ۹۸۰ پوځیان د ۲۰۱۷ زیږدیز کال تر پایه په افغانستان کې پاتې شي.

میرکل ویلي، چې دغه پوځیان به د افغان ځواکونو ملاتړ کوي او ددوی په روزلو کې به مرسته کوي. له دې وروسته به دا پریکړه د جرمني پارلمان لخوا هم تایید شي.

جرمني هېواد دا پریکړه وروسته له هغه کوي چې یوه اوونۍ وړاندې په مزار شریف ښار کې ددغه هیواد پر کونسلګرۍ باندې د طالب وسله والو لخوا ډله اییز برید وشو، د طالبانو په وینا په برید کې د کونسلګرۍ په سلګونو کارکوونکو او ساتونکو ته مرګ ژوبله واوښته، چې د جرمني هېواد اتباع هم په کې شامل دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close