جرمني کې ورک شوی ۴۸ ټنه کرېن درې میاشتې وروسته مصر کې!

جرمن رسنیو دا نادره او هېښوونکې غلا او عجیب جرم په دې جمله سره یاد کړ: “د منلو خبره نه ده.”

د غلا دا پېښه د جرمني سټوټګرټ Stuttgart نومي ښار کې رامنځته شوې ده. د دې غلا تفصيلات په لاندې ډول دي:

د تېر مارچ په نولسمه باندې د جرمني سټوټګرټ ښار کې ناڅاپه  48 ټنه کرېن له یوه ځایه تری تم شو! د کرېن خاوند پولیسو او اړوند لوریو ته خبر ورکړ او د خپل کرېن مواصفات او نمبر یې هم ورکړل، نورو مختلفو اړخونو ته یې د خپلي ورکي اعلان ورسوه او دایې هم زیاته کړه چې که هر چا د کرېن موندلو کې کره معلومات ورکړل پنځه زره يورو انعام به ورکوي. د خاوند له وینا سره یې سم کرېن یې 200 زره يورو ارزښت لري.

غلا شوی کرېن

خبرې رسنیو کې د دې ورکي خبر په شلم د مارچ نشر شو، ورځپاڼو ویبپاڼو او نورو رسنیو دې خبر ته ډېر زیات کوریج ورکړ او له پولیسو یې وغوښتل چې چټک ګامونه واخلي او کرېن پیدا کړي.

دري میاشتې پرلپسې جرمني کې هیچا د کرېن او د غله هیڅ درک معلوم نه کړ، او د هغه په موندلو کې ناکام شول، له دې وروسته هغه څه پېښ شول چې هیچا یې ګومان نه کوه، هغه دا چې د مصر الاسکندریه بندر کې نوموړی کرېن راښکاره شو.

غلا شوی کرېن

جرمني کې کرېن ورکیدل، بندر ته یې رسول، بیا زرګونه کیلومیټره لیري د مصر الاسکندریه ته رسول غلا کې د مصريانو مهارت! څرګندونه کوي، تر اوسه جرمني پولیسو او مصريانو د غلا د څرنګوالي او موضوع اړوند تفصيلات نه دې په ډاګه کړي، کله چې موضوع روښانه شوه کابل ټکی کام به یې ستاسو مخته کیږدي.

سرچینه
HEUTE

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close