جرمني کې یو افغان کډوال ځان ته اور اچولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۳) زرغون خوږیاڼی

د جرمني پولیسو ویلي، چې یو ۱۹ کلن افغان پناه غوښتونکي د بایرن ایالت یو سوپر مارکیټ مخې ته په ځان تیل اړولي او بیا یې ځانته اور ورته کړی دی.

د پولیسو په وینا، یاد کډوال نن سهار وختي د نورمبرګ او مونشن ښار تر منځ له یوې هټۍ څخه پټرول اخیستي او بیا یې پر ځان اړولي دي، چارواکي وايي چې نوموړی له مرګه ژغورل شوی خو بدن یې په  ژوره توګه سوځیدلی دی.

په سیمه کې خلکو په بیړه توګه په افغان کډوال اوبه اړولي او اور یې ترې وژلی دی، نوموړی د سیمې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د یاد افغان کډوال نوم نه دی په ډاګه شوی او ځايي پولیسو ویلي، چې د کډوال ددې کار انګیزه لا تر اوسه نه ده څرګنده.

په وروستیو کلونو کې له هیواده د ځوانانو وتل پیل شوي دي او غواړي چې له دې فاسد هیواده و تښتي او کوم اروپايي هیواد کې پناه واخلي؛ خو اروپايي هیوادونه چې لومړی یې ورته ښه راغلاست وایه اوس يې سختي دې حد ته رسیدلې  چې کډوالو ځانوژنې، ځان خرڅونې او نورو بوږنوونکو پیښو ته مخه کړې ده.

بلخوا لیدل کیږي چې د هیواد ډيری چارواکي په بهرنیو هیوادونو کې کورونه او جایدادونه لري، تنخا او معاش یې له دې غریب او مظلوم هیواد څخه ورکول کیږي او سره له کورنۍ په بهرنیو ملکونو کې پرې د عیاشۍ ارام او اسوده ژوند کوي، چې لیونیو ځوانانو د همدې خوب لیدلو لپاره ځانونه په لویو او خطرناکو پلیو سفرونو ورواچول چې خوبونه یې په لویو بحرونو کې لاهو شول او اوس یواځې ځانوژنه ورپاتې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close