جلال اباد: پاکستان کونسلګرۍ پر کومه ورځ د کومو سيمو خلکو ته ويزې ورکوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۵)

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې سبا د دوشنبې په ورځ به د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې خپله تړلې کونسلګرۍ يوځل بيا پرانيزي.

د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د پاکستان کونسلګرۍ د تيرې اګست مياشتې په دېرشمه نيټه پاکستاني چاراکو له دې کبله وتړله چې په وينا يې په چارو کې يې د ننګرهار چارواکي لاسوهنه کوي.

خو هغه مهال د ننګرهار والي حیات الله حیات دغه تورونه رد کړل ويې ويل په یاده کونسلګرۍ کې له عامو خلکو په غير قانوني لارو پيسې اخيستل کېږي او د ويزو د ورکړې پر مهال خلک له ستونزو سره مخ وي.

ويل کېږي، تيره مياشت د پاکستان د بهرنيو چارو وزير کابل ته د خپل سفر پر مهال له چارواکو سره د يادې کونسلګرۍ د بيا پرانيستو پر مهال خبرې کړې وې.

نن د يکشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند محمد فيصل په خپله ټويټ پاڼه ليکلي، چې د افغان دولت له خوا د امنيت د باور له ورکړې ورسوته به پاکسان سر له سبا د “دوشنبې” له ورځې په جلال اباد کې خپله کونسلګرۍ پرانيزي او د ويزو ورکول به پيل شي.

ويل کېږي، دا ځل به په کونسلګرۍ کې ويزې د يوه مهالويش له مخې ورکول کېږي چې دبيلابيلو سيمو اوسېدونکي به د اوونۍ په بيلابيلو ورځو کې کونسلګرۍ ته ورځي او خپلې ويزې به له کومې ستونزې پرته اخلي.

هغه مهالوي چې په سوشل ميډيا خپور شوی په لاندې ډول دی: چې له مخې به يې د هرې يکشنبې په ورځ د ننګرهار د (روداتو، پچيراګام، حصارک، خوږياڼو، شيرزادو او کوچيانو) ته ويزې ورکول کېږي.

او دوشنبه به د (هسکې مينې، کوټ، غني خيل، اچین، نازيان او دوربابا) ولسواليو اوسېدونکي ويزې ترلاسه کوي، سې شنبه به د (بټي کوټ، دره نور، کامې، کوز کنړ، ګوشتې، مومندرې او لعلپورې) ولسواليو اوسېدونکو ته ويزې ورکول کېږي، چهارشنبه د جلال اباد ښار د (اتو ناحيو، بهسودو او سره رود ولسوالۍ) اوسېدونکو ته ځانګړې شوې، او پنج شنبه به د (پکتيا، خوست، غزني، کونړ، نورستان او لغمان) ولايتونو اوسېدونکو ته ويزې ورکول کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close