جلال اباد: چاودنې د پولسيو په ګډون پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۹) د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د چاودنې له کبله د پوليسو په ګډون پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د وال وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، پېښه نن سهار نه نيمې بجې د شپږمې ناحيې په څلور لاري کې رامنځته شوې ده.

د خوږياڼي په خبره، په وژل شويو کې يو تن د ملي امنیت کارکوونکی او یو ملکي وګړی دی.

خو د پېښې ځای ته نږدې سرچينې وايي، د چاودنې له کبله نږدې له کبله دوه پوليس وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي زياتوي

چې نږدې د تيلو پمپ اور اخيستی او ملکي خلکو ته پکې هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وايي، تر اوسه د چاودنې نوعيت نه دی معلوم چې سرتيری بريد دی او چاودېدونکي توکو چاودنه کړې.

تر اوسه د دغه برید مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close