جلال اباد ښار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۰) شاوخوا يو ساعت مخکې د جلال اباد ښار د پښتونستان څلور لارې ته څېرمه چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

ځايي خبري سرچينې وايي، دغه چاودنه يو سوداګريز مارکيټ ته نږدې شوي او ورسره د ډزو غړونه هم اورېدل شوي دي.

په خواله رسنيو کې ځينې وډيوګانې او انځورونه خپاره شوي چې د پېښې په ځای کې اور بل دی او لوګي ترې پورته کېږي.

عيني شاهدانو په لومړيو معلوماتو کې ويلي چې د چاودنو له کبله څلور تنه وژل شوي او له لسو زيات ټپیان دي.

خو ځينې سيمه ييزې خبري سرچينې وايي، چاودنه د موټربم له کبله رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې لس کسان وژل دي.

د عامې روغتيا مسئولين وايي، د پېښې له ځايه اته ټپيان او يو جسد وروړل شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی پېښه تاييدوي خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه د چاودنو مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ولسمشر غني د سفر سره سم د جلال اباد ښار ډيری دوکانونه تړل شوي او د ښار په ځای ځای کې د امنيتي ځواکونو له لوري پلټنې کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close